Language

ولسمشر: د بادام باغ ښځينه زندانيانو دوسيو ته به ځانګړې محکمه جوړه شي

کابل (پژواک ١٠ مرغومى ٩٤): ولسمشر غني د کابل بادام باغ ښځينه زندان څخه د ليدنې پرمهال وويل، د دې زندانيانو دوسيو ته د زورواکانو د نفوذ د مخنيوي په موخه به ځانګړې محکمه جوړه کړي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه  کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د کابل بادام باغ ښځینه زندان ته لاړ او د ښځینه زندانیانو وضعیت یې له نږدې څخه وکوت.

سرچينه کاږي، په پیل کې د یاد زندان مسوولې د زندان د وضعیت د څرنګوالي په هکله ولسمشر ته مفصل راپور او معلومات ورکړل. همدارنګه درې تنه ښځينه زندانیانو د نورو زندانیانو د ستونزو په هکله خبرې وکړې او له عدلي او قضایي بنسټونو څخه یې پر وخت د دوی د دوسیو د څېړنې  غوښتنه وکړه.

سرچينه زياتوي، اشرف غني د معلوماتو له اورېدلو وروسته وویل، د ۴۰ ښځینه زندانیانو د ازادولو فرمان بشپړ شوی دی، چې پر بنسټ به یې په شرایطو برابر کسان له زندان څخه خوشې شي.

د ده په وينا، د بښنې له فرمانونو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي په خاطر د یادو فرمانونو د تطبیق بهیر په خپله څارم.

هغه زیاته کړه،  د زندانیانو د دوسیو د بیا څېړنې دستور يې ورکړی دی، ترڅو د هغو حکمونو په برخه کې چې نه دي تطبیق شوي، اقدام وشي.

غني لارښوونه وکړه، چې د ښځينه زندانیانو د دوسیو د څېړلو د بهیر د ارزونې په موخه دې د ښځینه وکیلانو او مدني بنسټونو بې طرفه پلاوی وګومارل شي.

د نوموړي په خبره، د زندانیانو دوسیو ته د زورواکانو د نفوذ د مخنیوي په خاطر به  ځانګړې محکمه رامنځته کړي.

اشرف غني ښځینه زندانیانو ته ډاډ ورکړ، چې له دې وروسته به یې دوسیې د منظم کمپیوټري جدول  په بڼه برابرې شي او د بښنې له فرمان سره به په شرایطو د برابرو زندانیانو فهرست  هم مل وي.

ولسمشر په پای کې مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې  ښځينه زندانیانو ته د استوګنې ښه شرایط برابر  کړي.

login or register a new account.