Language

په مزار شریف ښار کې د هند پر کونسلګرۍ برید شوی

مزارشریف(پژواک، ۱۳ مرغومی ۹۴) : یوه ډله وسله والو دبلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د هندوستان پر کونسلګرۍ ډله ییز برید کړی دی.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ دامنیت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د مرغومي په ۱۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښه نن د شپې په شاوخوا نهو بجو د مزار شریف په څلورمه امنیتي حوزه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، په یاده سیمه کې چې دهند کونسلګري هم موقعیت لری، لومړۍ چاودنه شوې او بیا تر لسو دقیقو پورې ډزې اورېدیل شوي دي.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد پژواک اژانس ته وویل چې وسلوالو د هند پر کونسلګرۍ برید کړی ، خو تر اوسه چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

هغه وایي، وسلوال یو تش درې پوړیز کور ته ننوتلي او له هغه ځایه پر کونسلګرۍ ډزې کول، خو اوس په دې کور کې کلا بند شوي.

د بریالي په نامه د سیمې یوه اوسیدونکي پژواک اژانس ته وویل چې وسله وال یوې ودانۍ ته ننوتلي او دهند پر کونسلګرۍ ډزې کوي. هغه زیاته کړه، چې ډزې د یوه ساعت لپاره بندې شوې، خو وروسته بیا ډزې پیل شوې دي.

د بلخ والي عطا محمد نور دشپې ناوخته پخپله سیمې ته ورغلی او د جګړې قومانده یې په غاړه اخیستې ده.هغه ویلي، دا د ګڼې ګوڼې سیمې ده ځک دوی په ډیر احتیاط سره پرمخ ځي.

وسلوالو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

Related Topics