مزار شریف (پژواک، ۱۴ مرغومی ۹۴): د بلخ ولایت پولیس وایي چې، په کلا بنده شوې ودانۍ کې یې څلور ځانمرګي بریدګر وژل شوي او جګړه پای ته رسېدلې ده.
دغه وسلوال بریدګر پرون ماخوستن په څخه کم نهو بجو د مزار شریف ښار په څلورمه حوزه کې یو درې پوړیزې ودانۍ ته ننوتلي او نږدې یې پر هندي کونسلګرۍ ډزې کولې.
دغه برید تر ۲۵ ساعتونو وروسته نن د مرغومي په ۱۴مه، د ماسخوتن په شاوخوا نهه نیمو بجو د څلورو بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته رسیدلی دی.
د بلخ دامنیه قوماندانۍ دامنیت امر سمونوال عبدالرزاق قادري پژواک خبري اژانس ته وویل، کومانډو ځواکونه چې د یادې ودانۍ پر چت ښکته کړی شوي وو، وکول شول،چې بریدګر ووژني.
ده زیاته کړه، جې په دې پيښه کې یو پولیس هم وژل شو،پنځه پولیس او څلور ملکي وګړي ټپي شوي دي.
د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
login or register a new account.