Language

لاريون کوونکو د تخار د شپږو ولسواليو لار تړلې

تالقان (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٤): د تخار په کوکچې پل سيمه کې لسګونو کسانو لاريون کړى چې له امله يې د دغه ولايت د شپږو ولسواليو لار تړل شوې ده.

دغه لاريون چې نن سهار پيل شوى، له امله يې له مرکز تالقانو سره د دشت کلا، خواجه بهاءالدين، رستاق، چاه اب، درقد  او ينګي کلا ولسواليو لار تړل شوې ده.

لاريون کوونکي د کوکچې پل چې د خواجه غار او دشت کلا ولسواليو تر منځ موقعيت لري، تړلى او د تخار له سيمه ييزو چارواکوي غواړي چې د جلال په نوم يو تن چې څلور ورځې وړاندې د پوليسو له لوري نيول شوى، خوشی کړي او د ملا موسى قاتلين دې ورته وسپاري.

ملا موسى چې په دشت کلا ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون د يوې ٣٥ کسيزې ډلې مشري کوله، ٢٥ ورځې وړاندې یې په موټر کې چسپکي ماين چاودنه وکړه او ووژل شو.

د ملا موسی زوی شهباز چې دغه لاريون رهبري کوي، پژواک خبري اژانس ته وويل، تر هغه چې د پلار قاتلين يې ونه نيول شي، دغه لار د ترافيکو په مخ نه خلاصوي.

ده زياته کړه، د تخار پوليسو د دشت کلا ولسوالۍ د ولسي پاڅون قوماندان جلال په ناحقه نيولی، نو نوموړی بايد خوشی شي.

په ورته وخت کې د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال نورمحمد حکيمي بيا پژواک ته ويلي چې قوماندان جلال د دوی د پوليسو له لوري د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوی دى.

د هغه په وينا، قوماندان جلال له مخکې هم د ځينو جرمونو په تور د پوليسو تر څارنې لاندې و.

قوماندان د هغه د جرمونو په اړه څه ونه ويل، خو د ملا موسی په اړه يې وويل چې نوموړی د طالبانو له لوري وژل شوی دی.

د رسمي شمېرو له مخې، په تخار کې ١٤٠٠ پاڅونوال دي چې د امنيتي ادارو له لوري امکانات ترلاسه کوي، خو دوی د طالبانو ترڅنګ په خپلو کې هم اخته دي.

login or register a new account.

Related Topics