Language

د بلخ دیني عالمان: په اسلام کې افراطیت ځای نه لري

مزارشريف (پژواک، ۱۷ مرغومی ۹۴): د بلخ ځيني ديني عالمان وايي، څوک چې د اسلام له نامه څخه په اسلام ضد افراطیت کې کار اخلي؛ دوی ته د منلو وړ نه دي.

دغه څرګندونې د بلخ ولايت ځینو ديني عالمانو د مرغومي په ۱۷مه د نبوي ميلاد د نمانځنې د غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.

د مزارشريف ښار د روضې په جومات کې د سلګونو ديني عالمانو او عامو خلکو په ګډون د اسلام د پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم نبوي ميلاد د غونډې په ترسره کولو ونمانځل شو.

د يادې غونډې په څنډه کې د مزارشريف ښار د روضې د جومات خطيب مولوي رحمت الله وويل: ((افراط اسلام رد کړی، پيغمبر رد کړی او په قران کې ځای نه لري؛ نو موږ يې هم ردوو.))

نوموړي زياته کړه، څوک چې له اسلام څخه د اسلام پر ضد په افراط کې کار اخلي؛ کړنې يې د منلو وړ نه دي او هېڅ ډول اسلامي بنسټ نه لري.

د هغه په وينا، سوله نه يوازې د افغانانو، بلکې د ټولو مسلمانو اړتيا ده چې ديني عالمان په دې برخه کې ښه کار کولی شي.

مولوي رحمت الله وويل چې ديني عالمان د ټولنې په منځ کې له خلکو سره نږدې ژوند کوي او همدا لامل دی چې هرې طبقې خلکو ته په اسانه خپل سوله ييز پيغام لېږدولی شي.

د چاربولک ولسوالۍ د جامع جومات خطيب مولوي سيد محمد ابو ريحان وويل چې که څوک افراط د هر علت له امله کوي، دوی ورسره هم همغږي نه دي.

نوموړي زياته کړه: ((اسلام د افراط دين نه دی، بلکې اسلام د توحيد، د پيغمبر د اطاعت، د امنيت، سولې او ارامۍ درس ورکوي.))

login or register a new account.