Language

ولسمشر غني د ولایتونو د ملي امنیت ریاستونو له ريیسانو او مسوولینو سره وکتل

کابل(پژواک، ۱۷ مرغومى ۹۴): ولسمشر د ملي امنيت رياستونو له ریيسانو او مسوولينو سره په کتنه کې د امنيت په ټينګښټ کې د هغوى له هڅو څخه ستاينه وکړه او ويې ويل، چې د امنيت د ښه والي لپاره خپل وړانديزونه ولسمشرۍ ته وړاندې کولى شي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته هم رارسېدلې، راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام د هېواد د ولایتونو د ملي امنیت ریاستونو له رییسانو او مسوولینو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه او د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست او مرستیالانو هم په کې حضور درلود، د هېواد د ولایتونو د ملي امنیت رئیسانو او مسوولینو د اړوندو ولایتونو د امنیتی وضعیت د ښه والي په خاطر د خپلو فعالیتونو په هکله د ولسشمر ته معلومات ورکړل.

اشرف غني د هغوی د معلوماتو له اورېدلو وروسته وویل: "تاسو د دې وطن مدافعین یئ، ستاسو اکثرو نومونه ستاسو د دندې په دلیل له خلکو سره نه یادېږي، خو ستاسو سرښندنې، فداکاري او خدمتونه تل د افغانستان د دولت او خلکو په یاد دي او ستاینه یې کوي."

ده زیاته کړه، تاسو زموږ د خلکو او خاورې پر ضد د ورانکارو اعمالو او تهدیدونو د مخنیوي او تشخیص تر څنګ د محاربوي عملیاتو د ترسره کولو لپاره هم خپلې سینې سپر کړې دي، چې د هېواد د وسله وال پوځ د اعلی قوماندان په توګه د زړه له کومې له تاسو څخه مننه کوم.

هغه وايي: "زه او د افغانستان خلک ډاډ درکوو، چې د بهرنیو استخباراتو د عملیاتو او دسیسو د دفعه کولو او شنډولو په برخه کې د هېواد د نافذه قوانیو په چوکاټ کې ستاسو ملاتړ کوو."

نوموړي له هغوی څخه وغوښتل، چې د خپل وطن او خلکو د دفاع لپاره خپلې هڅې زیاتې او دوامداره کړي.

ولسمشر د دې کتنې په پای کې هغوی ته په خطاب کې وویل، د اړوندو ولایتونو او زون د امنیت د ښه تامین لپاره خپل وړاندیزونه په لیکلي شکل جمهوري ریاست ته وړاندې کړئ، ترڅو د هغو په رڼا کې  د هېواد د امنیت د ښه تامین لپاره وروستي اقدامات وشي.

 

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.