Language

په سنګین او مارجه کې لسګونو دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

لښکرګاه (پژواک، ۱۸ مرغومی ۹۴): طالبانو د سنګین ولسوالۍ پر امنیې قوماندانۍ او د مارجې ولسوالۍ د لویې لارې پر امنيتي پوستو بریدونه کړي او شاوخوا ۴۰ امنيتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې دي.

د هلمند د امنیې قوماندانۍ یوې باوري سرچینې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه افغان کومانډو ځواکونه له سنګین ولسوالۍ وتلي وو چې له موکې په استفادې د شپې یوه بجه طالبانو د یادې ولسوالۍ پر قوماندانۍ بريدونه وکړل.

ده زياته کړه چې په پایله کې وسله والو طالبانو قومانداني تر خپلې ولکې لاندې راوسته، هلته یې ځیني مهم ځایونه او مورچې پر بمونو والوځول او بالاخره قومانداني نن سهار بېرته د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغله.

سرچینې وويل چې په دې جګړه کې د ملي اردو، ملي او سيمه ييزو پولیسو ۲۵ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د ولسوالۍ قوماندان داوود خان هم په ټپیانو کې شامل او روغتیايي حالت يې نازک دی.

د ده په خبره چې ځيني ټپيان لا هم د جګړې په سيمه کې پاتې دي او که روغتونونو ته ونه رسول شي ښايي تلف شي.

نوموړی وايي چې اوس هم هلته سخته جګړه روانه ده، که يې مرسته ونه شي، بدې پایلې به ولري.

د سرچیني په وینا، په همدې ډول تېره شپه په مارجې ولسوالۍ کې هم طالبانو خپل فشارونه ډېر کړي، دوه ورځې وړاندي خلاصه شوې لاره يې بېرته نیولې او ١٥ امنيتي ځواکونه يې ټپيان کړي دي.

سرچنيه وايي چې په ټپیانو کې د ملي اردو، ملي او سيمه ييزو پولیسو سرتېري او د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان ګل مولا ملنګ هم شامل دي چې اوس د لښکرګاه په ایمرجنسي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د سنګین د جګړې پخلۍ کوي، خو وايي چې د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه دي ترلاسه کړي.

ده د مارجې په اړه ډاډ ورکړ او ویې ویل چې تر دې دمه لاره نه ده بنده شوې او امنیتي ځواکونه کولای شي تګ راتګ وکړي، خو ستونزې شته.

د مارجې ولسوالۍ یوه قومي مشر اخترمحمد وویل چې د يادې ولسوالۍ او کمپ ترمنځ ۱۲ کیلومتره لاره خلاصه شوه، ماینونه ترې شنډ شول، خو ونه ساتل شوه، تېره شپه بېرته طالبانو نیولې او امنیتي پرسونل بیا په قوماندانۍ او ولسوالۍ په ودانۍ کې کلابند پاتې شوي دي.

ده وايي چې اوس هم په دې لاره د ډراب په نوم سیمه کې د درې سرتېرو مړي پراته دي او سیمه د طالبانو په لاس کې ده.

login or register a new account.