Language

د تخار درقد ولسوالي بېرته دولتي ځواکونو ونیوه

تالقان (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٤): د تخار ولايت چارواکي وايي چې تر دوه ورځني عملياتو وروسته امنيتي ځواکونو وکولاى شول د درقد ولسوالي بېرته ونيسي.

د دغه ولايت د والي وياند سنت الله تیمور د مرغومي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د درقد ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره دوه ورځې وړاندې عمليات پيل شوي وو.

تيمور وايي چې په عملياتو کې د ينګي قلعه ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مولوي بصير طلحه او په درقد کې د طالبانو د يوه نظامي مشر مولوي ګل حيدري په ګډون ۲٦ طالبان وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي.

د تيمور په وينا چې په دغو عملياتو کې د ځانګړو ځواکونو يو امنيتي سرتېری وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.

تيمور زياتوي چې په دغو عملياتو کې د ځمکنیو ځواکونو قوماندان جنرال علي مراد، د تخار والي محمد ياسين ضياء او امنيه قوماندان مل پاسوال نورمحمد حکيمي هم ګډون درلود.

هغه زياته کړه: ((د افغانستان او تاجکستان تر منځ د سرحدي سيمې په يو ځنګل کې طالبان پټ شوي دي موږ له تاجکستاني پوځيانو سره خبرې کړې، که چيرې طالبان هغې لورې ته وړل شي نو هغوې يې پر وړاندې عمليات کوي.))

د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال نورمحمد حکيمي هم پژواک ته وويل چې درقد ولسوالي بېرته امنيتي ځواکونو نيولې ده.

هغه وايي: ((موږ اوس د طالبانو د موندنې په موخه کور په کور پلټنې پيل کړې دي.))

د هغه د معلوماتو له مخې چې د دې پلټنو په ترڅ کې تر اوسه ٤٠ طالبان ژوندي نيول شوي دي.

خو د درقد ولسوالۍ اوسېدونکي احمد زبير پژواک ته وويل چې د درقد ډېرې سيمې اوس هم د طالبانو په لاس کې دي.

هغه وايي: ((طالبانو په خپلو کې مشوره کړې چې دغه ولسوالۍ حکومت ته تسليموي خو تر اوسه يې دغه کار نه دې کړى.))

وسله والو طالبانو د درقد ولسوالۍ د بېرته نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.