Language

خوست کې يو ملکي وګړی وژل شوی او لس نور ټپیان دي

لومړى تعقيب- خوست (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٤): د خوست په باک ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو له خوا توغول شوې مرمۍ پر يوه کور لګېدلې چې له امله يې يو ملکي وګړى وژل شوى او ١٠ نور ژوبل دي.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د مرغومي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون مازديګر ناوخته په باک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې د وسله والو مخالفينو له خوا توغول شوې يوه مرمۍ پر يوه کور لګېدلې چې له امله يې يو تن وژل شوى او ١٠ نور ژوبل دي.

د خوست د پوهنې رييس انجنير بخت نور بختيار پژوا ک اژانس ته وويل چې په ټپيانو کې د ښوونځي زده کوونکي هم شامل دي.

بلخوا د پوهنې وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ياده پېښه کې زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې او  پر دې پېښې يې خواشيني څرګنده کړې ده.

تر دې مخکې په خوست کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د لومړۍ پلې لوا وياند تورن عبدالله پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې دا پېښه د صبريو ولسوالۍ  د سپېرکۍ په سيمه کې رامنځته شوې وه چې له امله يې يو ماشوم وژل شوی او اوه تنه ټپيان شوي وو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.