Language

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې یوه عام کس درې طالبان وژلي

غزني ښار (پژواک، ۲۷ مرغومی ۹۴): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې يوه عام کس درې طالبان وژلي خو طالبان دغه پېښه ردوي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د مرغومي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د اندړو ولسوالۍ د وشنونو سيمه کې يوه عام کس درې طالبان وژلي دي.

هغه زياته کړه: ((درې طالبان بېګاه د اخترمحمد کره د شپې تېرولو لپاره ورغلي دي چې وروسته بيا يو طالب د اخترمحمد لور ته لاس اچولى، هغه را ولاړ شوی درې واړه طالبان يې وژلي دي.))

دغه راز د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسي وال هم پژواک ته ياده پېښه تاييد کړه او ويي ويل چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

د اندړو ولسوالۍ د وشنونو سيمې اوسېدونکي د نوم نه اخيستو په شرط وويل چې اخترمحمد تېره شپه درې طالبان په خپل کور کې وژلي دي.

ده هم وويل چې يو طالب د اخترمحمد لور ته لاس ور اچولى دى.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا ياده پېښه ردوي.

هغه وايي: ((هغه راپور کاملاً غلط دی چې وایي، درې مېلمانه طالبان  د يوې کورنۍ له خوا وژل  شوي دي.))

اندړ د غزني ښار په ۳۰ کیلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده  چې یو شمېر سیمې يې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

login or register a new account.