مزارشريف (پژواک، ۲۷ مرغومی ۹۴): د بلخ د پاسپورټ مديريت وايي چې تېر کال يې نږدې ۳۲زره پاسپورټونه وېشلي خو د دغه ولايت اوسېدونکي د پاسپورټ د ورکړې د چارو له ځنډ څخه شکايت کوي.
پاسپورټ اخيستونکي وايي چې د يو پاسپورټ اخيستو لپاره عام خلک تر مياشتو مياشتو پورې لاس تر زنې ناست وي؛ خو ځيني واسطه لرونکي يې بيا په اسانه او کمه موده کې ترلاسه کولی شي.
د مزارشريف اوسېدونکي انجنير احمدفهيم بدخش پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوو اونيو له سهاره تر څلور بجو پورې د پاسپورټ مديريت مخې ته ولاړ وي؛ خو د پاسپورټ يې تر دې دمه درک نه دی لګېدلی.
نوموړي زياته کړه چې په خپله امنيتي مسوولين د پاسپورټ د ورکړې د چارو په برخه کې ځنډ رامنځ ته کوي.
بدخش وايي چې ځيني امنيتي افسران ځانګړي لېستونه راوړي او له مخې يې له کابله راغلي پاسپورټونه ترتيبوي او هماغو خلکو ته يې سپاري چې دوی ورسره يو ډول نه يو ډول اړيکې لري.
نوموړي زياته کړه، کوم خلک چې څوک نه پېژني؛ نو بايد د ده غوندې هره ورځ د پاسپورټ مديريت مخې ته لاس تر زنې ولاړ وي.
د مزارشريف اوسېدونکي صبور نظامي پژواک ته وويل چې له يوې مياشتې ډېره موده کېږي چې د پاسپورټ د مالياتو د ورکړې او نورې چارې بشپړې کړي؛ خو لا يې هم پاسپورټ نه دی ترلاسه کړی.
نوموړي زياته کړه، که چېرې په بلخ کې د پاسپورټ د ورکړې چارې په عادي بڼه مخکې تلای؛ نو بايد په پنځلس ورځو کې د ده پاسپورټ ورکړل شوی وای.
خو د پاسپورټ مديريت مسوولين د خلکو زيات شمېر، د پاسپورټ د مرکزي رياست اړوند چارو د دوی پر کړنو منفي اغېز کړی دی.
د بلخ د پاسپورټ مدير سمونمل شېراحمد شېرجان پژواک ته وويل چې هره ورځ دوی ته له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ پورې کسان د پاسپورټ اخيستو په موخه مراجعه کوي.
نوموړي زياته کړه چې د دوی اصلي دنده د پاسپورټ اخيستو لپاره د اسنادو راټولول او کابل ته د پاسپورټ عمومي رياست ته يې استول دي.
د هغه په وينا، دوی د امنيه قوماندان له لاسليک څخه تر بايومتريک ثبت پورې ټول اسناد راټولوي او کابل ته يې استوي.
login or register a new account.