Language

د پکتیکا د سر روضې خلک د روغتیا او پوهنې په برخو کې ستونزې لري

ښرنه (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٤): د پکتيکا ولايت د سر روضې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د پوهنې، روغتيا او رغونې په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د سر روضې ولسوالۍ قومي مشر مولوي محمديعقوب د مرغومي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې حکومت بايد د دې ولسوالۍ د روغتيا، پوهنې او رغونې برخو ته جدي پاملرنه وکړي.

ده وويل: ((د دې ولسوالۍ په کلينيک کې که ډاکټر وي، نو دوا نشته او که دوا وي نو  بيا ډاکټر نشته.))

هغه دا هم وويل چې د دې ولسوالۍ ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري او د ښوونکو کمښت هم په کې ليدل کيږي.

دغه راز ده وويل چې په دې ولسوالۍ کې بايد د رغونې چارې هم ګړندۍ شي.

ده زياته کړه چې له سر روضې ولسوالۍ تر انګور اډۍ پورې د غځېدلي سړک د رغونې چارې دې هم چټکې شي او حکومتي چارواکي دې د دغه سړک د جوړېدو له چارو جدي څارنه وکړي.

د همدې ولسوالۍ بل اوسېدونکي اقبال هم پژواک ته وويل چې د سرروضې اوسېدونکي د روغتيا، پوهنې او رغونې په برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

ده وويل چې په دې ولسوالۍ کې يواځې يوه د حيات بابا لېسه ده خو ودانۍ يې ويجاړه شوې ده.

دى وايي چې په ولسوالۍ کې يواځې يو دولتي روغتيايي مرکز دى چې په سمه توګه خلکو ته خدمات نه شي کولاى.

د پکتيکا د ولايتي شورا مرستيال نعمت الله ببري هم وويل چې د سر روضې ولسوالۍ اوسېدونکو په يادو برخو کې خپلې ستونزې له دوی سره شريکې کړې دي.

ده وويل چې ولايتي شورا د سر روضې د اوسېدونکو ستونزې له اړوندو ارګانونو سره شريکې کړې دي تر څو د حل لار ورته پيدا کړي.

د یادې ولسوالۍ د پوهنې مدير عبدالمنان پژواک ته وويل چې په ولسوالۍ کې د ښوونکو او اداري کسانو له کمښت سره مخ دي.

login or register a new account.