مزارشريف (پژواک، ۸ سلواغه ۹۴): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې ((ځوانان او سياسي ګډون، ننګونې او فرصتونه)) په نامه د غونډې ګډونوال وايي چې ځوانان په ټولنيزو او سياسي برخو کې له ننګونو سره مخ دي.
ياده غونډه چې د بلخ د اطلاعات فرهنګ رياست د ځوانانو امريت له خوا جوړه شوې وه، د بلخ ډېرو ځوانانو او مدني فعالانو برخه په کې اخيستې وه.
د بلخ د ځوانانو امر عظيم الله عظيمي د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې غونډه يې په سياسي او ټاکنيزو چارو کې د ځوانانو د ګډون لپاره ځانګړې رابللې ده.
نوموړي زياته کړه چې په ياده غونډه کې ځوانانو پر هغو اړخونو بحث وکړ چې ځوانان څرنګه د هېواد په روان سياسي او ټاکنيزو اړخونو کې ګډون ترلاسه کړای شي.
د هغه په وينا، د دوی له خوا د يادې غونډې په تړاو شوې څېړنه څرګندوي چې ځوانان د بېکارۍ او د کار پر مهال د تجربې له کموالي شکايتونه لري.
دغه راز ځوانان نيوکه کوي چې د پارلماني ټاکنو لپاره د کانديدېدو عمر لوړ ټاکل شوی چې ځوانان ورته ځان نه شي کاندېدولی.
عظيمي د سولې په تړاو په روانو خبرو کې هم د ځوانانو پر ګډون نيوکه وکړه، ويې ویل چې د نا امنۍ ډېر قربانيان ځوانان دي نو بايد د سولې په روانو خبرو کې يې هم برخه غوښنه وي.
د يادې غونډې ګډنوالې او د مزارشريف اوسېدونکې پلوشې اڅکزۍ پژواک ته وويل، تر کومه چې ځوانان په خپلو کې سره يو لاس شوي نه وي؛ نو له ورته سياسي او ټولنيزو ستونزو سره به مخ وي.
نوموړې زياته کړه چې موږ ډېری وخت د مشرانو د سياسي معاملو قربانيان يوو چې له امله يې هغوی موخو ته رسېږي او ځوانان شا ته پاتې وي.
login or register a new account.