اسعد اباد (پژواک، ۱۰ سلواغه ۹۴) : د کونړ ولایت دسرکاڼو ولسوالۍ امنیه قوماندان او د ملي امنیت مدیر په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.
د دې ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخېل د سلواغې په ۱۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د سرکاڼو ولسوالۍ امنیتي چارواکي د ولسوالۍ دتور غره سیمې ته د سیمه ییزو پولیسو دیوې پوستې د فعالولو په موخه ورغلي وو.
هغه زیاته کړه، کله چې دوی پوستې ته رسیدلي، نو له پخوا څخه ځای پر ځای شوی پرې چاودېدلی دی.
د نوموړي په وینا، په دې چاودنه کې د ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونیار ډاکټر او د ملي امنیت مدیر مبارک شاه له یوه بل پولیس سره وژل شوي او دوه نور پولیس ژوبل دي.
وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلي.
login or register a new account.