کندهار (پژواک ١٠ سلواغه ٩٤): پوليسو په کندهار کې يو تعويذ ليکونکى نيولى چې ويل کېږي پر يوې پېغلې نجلۍ يې جنسي تېرى کړى دى.
د ولي جان اغا په نوم دغه تعويذ ليکونکى د کندهار ښار اړوند د نهمې ناحيې د لويې ويالې په سيمه کې نيول شوى دى.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد شوى تعويذګر د خلکو د شکايتونو پر بنسټ نيول شوى او دا مهال يې قضيه تر څېړنې لاندې ده.
هغه زياته کړه: ((پر ولي جان اغا تور دى چې د پلوشې په نوم پر يوې پېغلې نجلۍ يې جنسي تېرى کړى دى.))
د ده په خبره، له لومړنيو پلټنو، اسنادو او شواهدو جوته شوې چې ياد شوي تعويذګر دغه جرم تر سره کړى، چې په خپله يې په دې اړه اعتراف کړى دى.
خپلواک دا هم وويل چې له دې پېښې سره هم مهاله ګڼ شمېر خلکو پر دغه تعويذ ليکونکي د اخلاقي فساد تورونه پورې کړي، چې ټول به وڅېړل شي.
د کندهار په دوديزه ټولنه کې خلک تعويذ، دم او چوپ ته ډېر عقيدت لري، خو دا لومړى ځل دى چې د يوه تعويذ ليکونکي د اخلاقي فساد موضوع رسنيو ته لاره کوي.
د نهمې ناحيې يوه اوسېدونکي عبدالوارث پژواک اژانس ته وويل، چې هغوى هم له دې موضوع خبر شوي چې پوليسو د ولي جان اغا په نوم تعويذ ليکونکى د جنسي تېري په تور نيولى دى.
هغه زياتوي، د خلکو تر منځ مخکې هم د دغه کس د اخلاقي فساد په اړه ګنګوسې موجودې وې، خو چا يې پر وړاندې د کوم اقدام جرئت نه شواى کولاى.
ده وويل: ((دغه راز کسان زموږ په ټولنه کې ډېر اغېز لري، ځکه خو هغه خلک په يوه او بل نوم له ستونزو سره مخ کېږي چې د دغه راز خرافاتو پر ضد غږ پورته کوي.))
دى وايي، د سيمې ټول اوسېدونکي د پوليسو پر دې کړنه خوښ دي چې د اخلاقي فساد او خرافاتو دغسې يو مرکز يې تړلى او تورن کس يې نيولى دى.
څو مياشتې وړاندې چې کله په کابل کې د فرخندې په نوم يوه ځوانه نجلۍ د تعويذ ليکونکو او د هغوى د حاميانو له خوا ووژل شوه، نو د هېواد د نورو ولايتونو تر څنګ په کندهار کې هم د تعويذ ليکونکو خلاف کمپاين پيل شو.
خو دې پېښې وښودله چې لا هم تعويذ ليکونکي اخلاقي فساد او خرافاتي کړنو ته دوام ورکوي.