کندهار (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٤): د کندهار د ولايتي ادارې مسوولينو، قومي مشرانو او مدني فعالانو له ولسمشره وغوښتل چې په دغه ولايت کې د برېښنا سمون، د پوهنې د ودې او اقتصادي وضعيت ښه کېدو ته جدي پاملرنه وکړي.
ولسمشر محمداشرف غني چې نن د سلواغې په ١٤مه يې کندهار ته سفر کړى و، د ولايت مقام په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.
په دې غونډه کې د ولسمشر او د کابينې د ځينو غړو تر څنګ د کندهار د ولايتي ادارې ملکي او نظامي مسوولينو، قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو ګډون کړى و.
په پيل کې د کندهار والي خبرې وکړې او ويې ويل، په وروستيو اتو مياشتو کې يې هڅه کړې په دغه ولايت کې د فساد پر ضد ټينګه مبارزه وکړي او يوه داسې اداره رامنځته کړي چې خلکو ته ځواب ويونکې وي.
هغه زياته کړه، د حکومت او خلکو تر منځ د واټن د کمېدو په موخه يې د قومي مشرانو، ديني عالمانو، مېرمنو او ځوانانو مشورتي بورډونه جوړ کړي، څو په اړوندو چارو کې مسوولينو ته مشورې ورکړي او ولسي څارنه وکړي.
نوموړي د ځينو پرمختيايي کارونو يادونه هم وکړه چې په دې وروستيو کې پيل شوي، خو ټينګار يې وکړ چې د دغه ولايت پانګه وال او سوداګر د نساجي فابريکې د بېرته فعالولو او نورو اقتصادي پانګونو په برخه کې د حکومت ملاتړ ته اړتيا لري.
هغه دا هم وويل چې د امنيتي ځواکونو د ښې همغږۍ له امله تر بل هر وخت د دغه ولايت په امنيتي وضعيت کې مثبت بدلون راغلى دى.
د کندهار د ولايتي شورا رييس حاجي سيد جان خاکرېزوال له ولسمشره وغوښتل چې د حضرت عمر فاروق جامع جومات نيمايي پاتې کار دې بشپړ شي او له کندهار هوايي ډګره تر کندهار ښار پورې د ١٦،٥ کيلومتره سړک د جوړولو چارې دې ګړندۍ شي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې رييس حاجي نصرالله زهير هم ورته غوښتنې وکړې او ويې ويل، تر هر څه وړاندې دې د برېښنا سمون ته توجه وشي.
ده زياته کړه، د برېښنا د کمښت له امله دا مهال د کندهار له ٢٠٠ فابريکو څخه ٦٥ يې فعالې دي چې هغوى هم له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي.
دى وايي، د کندهار سوداګر چمتو دي چې د برېښنا له سمېدو سره په نساجي فابريکه کې پانګونه وکړي، چې پخوا په کې ١٥زره کسانو کار کاوه او اوس تړلې ده.
د ښځو چارو رييسې مېرمن رقيې اڅکزۍ د مېرمنو د ژوند د ښه کېدو په برخه کې د ولسمشر او لومړۍ مېرمنې له هڅو مننه وکړه چې په دې وروستيو کې يې د مېرمنو لپاره وجهي صندوق پرانيستى دى.
login or register a new account.