Language

په اروزګان کې لس کیلومتره سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

ترينکوټ (پژواک، ۱۸ سلواغه ۹۴): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې څه باندې لس کيلومتره سړک جغل اندازي او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

مرستيال والي شېر باچا ارګوني د سلواغې په ١٨مه د ياد سړک د پرانيستې په مراسمو کې پژواک اژانس ته وويل چې دغه درېيمه درجه کليوالي سړک د څه باندې ١٧ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوى او پيسې يې نړيوال بانک ورکړې دي.

هغه زياته کړه چې د دې سړک په جوړېدو سره ګڼ کلي له ترينکوټ ښار سره ونښلول شول او په دې برخه کې د خلکو ستونزې هوارې شوې.

د والي مرستيال وويل چې دغه سړک د ترينکوټ ښار څخه پيل او د دهراوود ولسوالۍ تر تنګي سيمې پورې غځېدلى دى.

د اروزګان د ولايتي شورا رييس عبدالکريم خادمزي د دغه سړک پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې د يادو سيمو پخوانۍ غوښتنه ومنله شوه.

د يو بل خبر له مخې، د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې د پوليسو له روزنيز مرکزه ۹۲ تنه سيمه ييز پوليس فارغ او پر دندو وګومارل شول.

د اروزګان والي محمد نذير خروټي له فارغ شوو پوليسو وغوښتل چې تر دې وروسته د دندې پر مهال خپلو کړنو ته مثبت بدلون ورکړي او ځان په سم ډول د خلکو خدمتګار ثابت کړي.

د اروزګان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني هم پوليسو ته وويل چې تاسو د ټولنې خدمتګاران ياست او هڅه وکړئ چې د تل په څېر د خلکو ښه خدمت وکړئ. 

login or register a new account.