Language

د غزني د ګیرو خلک د روغتیايي مرکز د فعالېدو غوښتنه کوي

غزني (پژواک، ١٩ سلواغه ۹۴): د غزني ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې له تېرو شپږو کلونو راهيسې روغتيايي مرکز تړل شوى چې له امله يې د دې ولسوالۍ خلک له ستونزو سره مخ دي.

د ګيرو ولسوالۍ د مزار سيمې اوسېدونکي محمدګل د سلواغې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو شپږو کلونو راهيسې د نا معلومو دلايلو له مخې د دې ولسوالۍ روغتيايي مرکز تړل شوى دى.

هغه زياته کړه: ((د دې مرکز په تړل کېدو سره زموږ خلک له ډېرو مشکلاتو سره مخ دي؛ ځکه خپل هر مريض بايد غزني ښار ته يوسي او کله بيا مريض پر وخت نه شو رسولاى.))

د هغه په وينا، په دې ولسوالۍ کې د روغتيايي مرکز د نشتوالي له امله کله نا کله يو شمېر ناروغان خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.

ده وويل چې د ګيرو اوسېدونکو په دې اړه تر اوسه څو ځلې د غزني د عامې روغتيا له رياست او نورو چارواکو سره خبرې کړې دي خو کومه پايله يې نه لرله.

د ګيرو ولسوالۍ بل اوسېدونکي نعيم الله هم پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې له څو کلونو راهيسې روغتيايي مرکز تړل شوى دى.

د هغه په وينا، د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکو ته د عامې روغتيا رياست چارواکي ويلي چې ګيرو يوه نا امنه ولسوالي ده او دوى نه شي کولاى خپل پرسونل دې سيمې ته واستوي.

هغه زياته کړه: ((موږ له طالبانو سره خبرې کړې دي هغوى راته اجازه راکړې ده خو دولت هسې بهانې کوي، دلته روغتیايي مرکز نه فعالوي او داسې خبر شوو چې زموږ د کلینیک پرسونل يې بلې ولسوالۍ ته ورکړی دى.))

ده وويل چې په دې ولسوالۍ کې تر اوسه طالبانو کوم روغتيايي کارکوونکي او يا هم ډاکترانو ته کومه ستونزه نه ده جوړه کړې.

د دې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د غزني د عامې روغتيا رياست مشرې ضياګل اسفنديي هم پژواک ته وويل چې د نا امنيو له امله له تېرو شپږو کلونو راهيسې په ګيرو ولسوالۍ روغتيايي مرکز تړل شوى دى.

نوموړې وايي: ((موږ د عامې روغتیا له وزارت سره خبرې کړې دي چې باید په دې ولسوالۍ کې روغتیايي مرکز بېرته فعاله کړي خو دا چې څه وخت يې  فعالوي په اړه يې هېڅ معلومات نه لرم.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.