Language

له کندوز څخه سلګونه سوداګر د نا امنۍ له امله وتلي

 کندوز(پژواک، ١٩ سلواغه ٩٤): د کندوز د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي وايي چې شاوخوا ٤٠٠ سوداګر او پانګه وال تښتېدلي او د پانګې فرار دې ولايت ته سخت اقتصادي زيان اړولى دى.

دا خونه د تلې په شپږمه نېټه د طالبانو لخوا د کندوز نيول او په کندوز ښار شاوخوا سيمو او ولسواليو کې د طالبانو فعاليت او له سوداګريز سکتور څخه د ملاتړ نشتوالى، د سوداګرو د زړه ماتېدو لامل بولي چې له امله يې پانګه نورو ولايتونو او حتى تاجکستان ته لېږدول شوې ده.

 د کندوز د سوداګرۍ او صنايعو خونې مدير مسعود وحدت وويل چې له درېيو تر څلورو سوو سوداګرو پورې چې لوى سوداګر وو، په کندوز او شيرخان بندر کې يې فعاليت درلود، صادرات او واردات يې درلود، له بده مرغه چې په دې وروستيو کې د امنيتي ستونزو په سبب ټول تښتېدلي، يا بهر او يا هم نورو ګاونډيو ولايتونو ته تللي دي.

کندوز د شمال ختيځ زون مرکز دى او شيرخان سوداګريز بندر هم په دې ولايت کې موقعيت لري چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري.

د کندوز د سوداګرۍ او صنايعو خونې د صادراتو مدير وويل چې د وضعيت خرابي او د کندوز ښار شاوخوا سيمو کې د طالبانو فعاليت ددې سبب شوې چې په شيرخان بندر کې د تېر کال په پرتله د صادراتو کچه کمه شي.

 وحدت زياته کړه:((زموږ د صادراتو شته شمېرې څرګندوي چې په روان کال کې د تېر کال په پرتله صادراتي مالونه پنځوس سيلنه کم شوي، دا خپله هم دولت او سوداګرو او پانګه والو ته يوه ستره اقتصادي ضربه ده چې په ټوله کې د کندوز خلکو ته زيان رسوي.))

د کندوز د سوداګرۍ او صنايعو خونې شمېرې څرګندوي چې په دې ولايت کې څه باندې ٢١٠٠ سوداګر ثبت شوي  چې په بېلابېلو برخو کې يې سوداګري کوله.

د ويلو ده چې د طالبانو لخوا د کندوز ولايت له نيولو دوې اوونۍ وروسته، د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکو اندېښنه څرګنده کړې وه چې جګړې پر کندوز خلکو منفي اغېز کړى او څه باندې ١٠٠ ميليون ډالره اقتصادي زيان يې ور اړولى دى.

 له بلې خوا د کندوز ښار ځينې کوچني پانګه وال هم د امنيتي وضعيت د خرابۍ له امله د خپلو سوداګريزو کارونو نه زړه ماتي شوي دي.

د ضياءالحق په نامه يوه سوداګر وويل:((لومړى خو په کندوز کې کوم سوداګر نه دى پاتې، که چېرته کوم تازه نفسه سوداګر راشي، پانګونه وکړي، د کندوز په پنځه کيلومترۍ کې طالبان دي، د شپې لخوا مخابراتي شبکې غلې کېږي او د ښار په منځ کې ښکاره غلاوې روانې وي.))

په کندوز کې د سوداګريزو لويو لارو نا امنۍ هم ددې ولايت سوداګرو ته سختې اندېښنې پيدا کړې دي.

 يوه بل سوداګر حاجي بسم الله وويل چې د کندوز- بغلان لوريې لارې امنيت ښه نه دى، په همدسې سبب د خپل کار په اړه نا هيلي شوي دي.

login or register a new account.