مزارشريف (پژواک، ۲۶ سلواغه ۹۴): د بلخ ولايت اوسېدونکي او په ولسي جرګه کې د دغه ولايت ځيني استازي وايي چې واقعي مجاهدين له پامه غورځول شوي او اوس یو شمېر کسانو د جهاد په نوم تجارت کوي.
هغوی دغه څرګندونې نن (د سلواغې ۲۶مه) په مزارشريف ښار کې له افغانستانه د سره پوځ د وتلو د ۲۶مې کالېزې په وياړ په جوړه شوې غونډه کې وکړې.
په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي عباس ابراهيم زاده په خپلو خبرو کې وويل چې جهاد د افغانستان خلکو وکړ؛ خو ګټې يې نورو یووړې.
نوموړي نيوکه وکړه چې د جهاد له برياليتوب وروسته يو شمېر اشخاصو بهرنيو مداخلو ته لاره هواره کړه او له دې لارې يې پر افغان جهاد تجارت پیل کړ.
ابراهيم زاده زياته کړه چې دمګړۍ د افغانستان د جهاد د واقعي مجاهدينو وارثين له ډول ډول ستونزو سره مخ دي؛ خو هېڅوک يې غږ نه اوري.
هغه وړاندې وويل: ((څوک شته چې دا غږ واوري! په لرو پرتو کليو کې د شهيدانو وارثين د خوړلو لپاره ډوډۍ نه لري، کلينيک نه لري او ماشومان يې له ښوونځي پاتې دي، هېڅوک نشته چې د هغوی د ژوند د ښه کولو لپاره غږ پورته کړي، حکومت څه شی کړي؟ دې نورو کسانو چې ځانونه د جهاد رهبران بولي، دوی څه کړي؟))
نوموړي د شمال وروستيو نا امنيو ته په اشارې سره وويل چې د نظامي ځواکونو په رهبرۍ کې د ظرفيت نه شتون له امله شمال ورځ تر بلې د نا امنيو لور ته ځي.
په همدې حال کې په بلخ ولايت کې د شهيدانو يو شمېر وارثين هم نيوکه کوي چې د ژوند خونديتوب لپاره يې هېڅ ډول اغېزمن ګام نه دی پورته شوی.
حسين د مزارشريف اوسېدونکی دی او له روسانو سره په جګړه کې يې خپله يوه پښه له لاسه ورکړې ده.
نوموړي له پژواک سره په خبرو کې وويل چې د خدای د رضا لپاره يې جهاد کړی؛ خو د رهبرانو کړنې يې هر وخت ځوروي.
هغه زياته کړه: ((دغو رهبرانو به موږ ته ويل چې روسان راغلي، جهاد ورسره وکړئ. موږ يې د اور خولې ته ورکړو؛ خو په خپلو بچيانو يې په بهر هېوادونو کې زده کړې وکړې. په داسې حال کې چې موږ د خوړلو ډوډۍ نه لرو.))
نوموړي له دولته وغوښتل چې د جهاد ټيکه دارانو ته امتياز ورنه کړي او پر ځای يې د واقعي مجاهدينو د کورنيو د ژوند د ښه کولو لپاره مرسته وکړي.
login or register a new account.