جلال اباد (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۴): مدني فعالان او د مقتولې کورنۍ غړي وايي چې د پکتيکا په انګور اډه کې د اتم سرحدي کنډک د درېيم ټولي قوماندان يعقوب احمدزی په مرموز ډول وژل شوی دی.
د ننګرهار په شيخ مصري ښارګوټي کې د سلواغې په ۲۷مه د وژل شوي افسر خپلوان او کورنۍ د دې پېښې په غبرګون سره جرګه شوي وو، څو خپل دريځ اعلان کړي.
د وژل شوي افسر ورور ثمرګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې دويم څارن يعقوب احمدزی د تېرې پنجشنبې په شپه په سرحدي قرارګاه کې لومړی مسموم، بيا زندۍ او وروسته څلور ډزه وېشتل شوی دى.
نوموړي پر حکومت غږ وکړ چې په دې پېښه کې ککړ کسان دې افشا او د قانون منګلو ته وسپارل شي، ګني د ده په ټکو قاتلين پېژني او پر ضد به يې اقدام وکړي.
ده زياته کړه: ((موږ اوه ورورڼه يو، شهيد يعقوب خان مو کشری و، هغه واده کړی او دوه وړې لوڼې ترې يتمانې پاتې شوې.))
د وژل شوي افسر خوريي نورالحق چې ځان د اتم سرحدي کنډک د جنراتورونو مسوول معرفي کړ، پژواک ته وويل چې ماما يې د کنډک د سرتېرو له لوري د شپې له لوري وړل شوی او په قتل رسول شوی.
نورالحق په ياد ولايت کې د سرحدي پوليسو يو قوماندان په دې وژنه تورن کړ، په وينا يې چې له يعقوب سره يې شخصي ستونزه درلوده.
نورالحق زياتوي: ((د ټولي د قوماندان په توګه د يعقوب خان مکتوب څه موده مخکې راغلی و، خو ترې پټ ساتل کېده، د پنجشنې په شپه يې ورپسې سرتېري راولېږل، ساتونکي يې ترې منع کړل او دا يې يوړ، کله چې يې وژلی بيا يې مړى په يوه ډاګ کې غورځولی دی.))
د نوموړي په خبره: ((يعقوب احمدزي په انګوره اډه کې د پاکستان د تحرکاتو ډېر مخالفت کاوه، څو ځله يې پر پاکستاني پوځيانو بريدونه هم کړي دي.))
پژواک د شواهدو د نشتوالي له امله د تورن قوماندان نوم نه افشا کوي.
د يعقوب احمدزي د تره زوی غازي احمدزي پژواک اژانس ته وويل: ((موږ چې کله خبر شو، نو د خپل مړي د تسليمېدو لپاره مو څلور ورځې تېرې کړې بالاخره مو په کابل کې ترلاسه کړ، بيا د سرحدي پوليسو د عمومي قوماندانۍ له لوري عدلي طب ته ولېږل شو، موږ ته وويل شول چې دا وژنه قصدي عمل دی.))
د يعقوب خان مشر ورور حاجي قدرګل پژواک ته وويل: ((د دې پېښې عاملين دې ژر تر ژره موږ ته را معرفي شي، زه پر ولسمشر او د حکومت پر مشرانو غږ کوم چې د خپل سرتېري د قاتليو کورنيو ته ځواب ووايي.))
login or register a new account.