Language

په کندهار کې د ملي يووالي په نوم د فوټبال د پيل شوي ټورنمنټ اتلولي کندوز وګټله

کندهار (پژواک ٢٧ سلواغه ٩٤): په کندهار کې د ملي يووالي په نوم د فوټبال ټورنمنټ وروستۍ لوبه د کندوز او کابل لوبډلو تر منځ وشوه چې د کندوز په بريا پاى ته ورسېده او د دې سياليو لومړى مقام يې خپل کړ.

دغه ټورنمنټ پنځلس ورځې وړاندې د کندهار ښار په احمد شاهي لوبغالي کې پيل شوى و چې د کندهار د دوو لوبډلو تر څنګ د کابل، هرات، کندوز، تخار، جوزجان او بغلان ولايتونو لوبډلو په کې برخه لرله.

د ملي يووالي د فوټبال ټورنمنټ د وروستۍ لوبې نندارې ته د کندهار ښار او ولسواليو د زرګونو ځوانانو ترڅنګ د دې ولايت والي ډاکټر همايون عزيزي، د کليو د بيارغونې او پراختيا وزير نصير احمد دراني، د ولسي جرګي غړي بکتاش سياوش او عبدالرحيم ايوبي هم ورغلي وو.

د دې ټورنمنټ د وروستۍ لوبې په اړه د کندهار د فوټبال فدراسيون مسوول نصير احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، د ټورنمنټ په لړ کې د کندوز او کابل فوټبال لوبډلې پايلوبې ته وتلې وې چې نن مازيګر يو د بل په وړاندې ولوبېدل.

هغه زياته کړه، دواړو لوبډلو لوبغاړو په زړه پورې لوبه وکړه او تر ٩٠ دقيقو پورې لوبه يو په يو مساوي روانه وه، چې وروسته د فوټبال د اصولو مخې، ٣٠ دقيقې زيات وخت ورکړل شو.

دى وايي، په ورکول شوي اضافي وخت کې هم د دواړو لوبډلو تر منځ لوبه ٢ د ٢ په مقابل کې مساوي روانه وه چې وروسته خبره پنلټي ته ووته.

د ده په خبره، په پنلټي کې کندوز لوبډلې کابل لوبډلې ته درې ګوله ورکړل او کابل مقابلې لوبډلې ته دوه ګوله ورکړل، چې په دې توګه لوبه د کندوز په بريا پاى ته ورسېده او د ملي يووالي د ټورنمنټ لومړى مقام يې تر لاسه کړ.

نوموړي وويل، په دغو سياليو کې کندوز لومړى، کابل دويم او هرات درېيم مقامونه وګټل.

وروسته پر ګټونکو لوبډلو او تکړه لوبغاړو جايزې ووېشل شوې چې د ملي سوداګرو او ځينو چارواکو له خوا برابرې شوې وې.

د کندهار والي او د ولسي جرګې غړو په خپلو ويناوو کې د دې ولايت له ملي سوداګرو او د سپورټ له مسوولينو مننه وکړه چې د دغه ټورنمنټ په ښه ترسره کولو کې يې زيار ايستلى دى.

هغوى ژمنه وکړه چې په دې ولايت کې به د سپورټ د ودې لپاره کار کوي او په دې برخه کې به اسانتياوې ډېروي.

د فوټبال نندارچيانو ويل چې تېرې پنځلس ورځې يې ډېرې ښې تېرې شوې او هره ورځ مازيګر مهال به د لوبو نندارې ته راتلل.

login or register a new account.