مزارشريف (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٤): په بلخ ولايت کې د ولايتي شورا په همغږۍ د مدني فعالانو او رسنيو له خوا له بېوزلو او اړو خلکو سره د مرستې په موخه د (مهربانۍ دېوال) په نوم د مرستې لړۍ پيل شوه چې تر نامعلومې مودې پورې به دوام ولري.
د مرستې ياده لړۍ د سلواغې په ٢٨مه پيل شوه او سمبالوونکي يې وايي چې له دغه کار څخه يې موخه له هغو کسانو سره مرسته ده چې بېوزلي دي.
په دېوال کې کوټ بند ځوړند دی او هغه کسان چې اقتصادي حالت يې ښه وي، راځي جامې او نور وسايل په کې ځوړندوي او بېوزله کسان راځي ترې اخلي يې.
د بلخ ولايت د ولايتي شورا رييس افضل حديد پژواک خبري اژانس سره ته وويل چې دا د افغانستان په کچه لومړی ځل دی چې په بلخ ولايت کې دا ډول هڅه کېږي.
نوموړي زياته کړه، له دې کاره يې موخه د خلکو تر منځ د مينې او محبت اړيکې پراخول دي.
هغه د افغانستان پر مدني فعالانو غږ وکړ چې په ټول هيواد کې ورته لړۍ پيل کړي، تر څو له بېوزلو کسانو سره د مرستې کولو زمينه برابره شي.
مدني فعالې او د بلخ پوهنتون استادې ماريا رهين پژواک ته وويل چې دا په نړيواله کچه د مرستې يو ډول دی چې دوی غواړي په افغانستان کې يې پلی کړي.
هغې وويل: ((ډېر خلک دي، چې د اقتصادي ستونزو له امله نشي کولای د خپلې کورنۍ لومړنۍ اړتياوې هم پوره کړي؛ نو مونږ تر خپلې وسې هڅه کوو، چې بېوزله خلک، له دې ځايه د خپلې اړتيا شيان تر لاسه کړي.))
د يادونې ده چې له دې وړاندې په ايران او پاکستان کې ياده لړۍ پيل شوې وه او دا لومړی ځل دی، چې په بلخ ولايت کې ورته ګام پورته کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP