Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې د يوه ملکي د وژلو په غبرګون کې لاريون وشو

ايبک (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٤): د سمنګانو لسګونو اوسېدونکو د يوه غيرقانوني وسله وال قوماندان له لوري د يوه ملکي د وژلو په اعتراض کې د والي د دفتر مخې ته لاريون وکړ او د عدالت د ټينګښت غوښتنه يې وکړه.

يوه لاريون کوونکي حاجي خوشمراد ادعا وکړه چې د دغه ولايت يوه غيرمسوول وسله وال قوماندان عبدالمنان له خپلو کسانو سره يو ځاى پرون د سمنګانو د مرکز په تسمه کلي کې د ٢٢ کلن شهاب الدين کور کلابند کړى او هغه يې د خپل کور د غړو په مخ کې په ډزو سره وژلى دى.

ده زياته کړه، دغه قوماندان له تېرو دوو کلونو راهيسې د ايبک په "قراى تايخونک" سيمه کې فعاليت کوي او په بېلابېلو بهانو سره له خلکو باج، عشر او زکات اخلي او ورباندې زيات ظلمونه کوي.

هغه دغه راز ادعا وکړه، چې ياد قوماندان د روان کال په چنګاښ مياشت کې هم په دغه سيمه کې د پستې د محصولاتو پر سر د يوې وسله والو جګړې پر مهال څلور کسان ووژل او ٨ نور يې ټپيان کړل.

يادو لاريون کوونکو د سمنګانو والي ته ګواښ وکړ، که چېرې ياد قوماندان د قانون منګولو ته ونه سپاري، نو په خپله به لاس په کار شي.

د سمنګانو والي محمد هاشم زارع لاريون کوونکو ته حاضر شو او له هغو سره يې ژمنه وکړه، چې په دې اړه به ګام پورته کړي او د ياد قوماندان د نيولو لپاره به پوځي عمليات ترسره کړي.

نوموړي وويل، که چېرې ياد قوماندان تسليم نه شي، نو هغه به له خپلو کسانو سره يو ځاى له منځه يوسي.

زارع زياته کړه چې د خلکو د ځان او مال ساتنه د حکومت دنده ده او مجرمينو ته به له قانون سره سمه سزا ورکړي.

د يو بل خبر پر بنسټ، د سمنګانو له زندان څخه ١٦ زندانيان ازاد شوي دي.

د سمنګانو امنيه قوماندانۍ د محبس د امريت مرستيال سمونمل ګل احمد پژواک ته وويل، دغه زندانيان د ٩٠ شمېرې د فرمان له مخې چې د لوى اختر په مناسبت صادر شوى او دغه راز د ١١٧ شمېرې د فرمان پر بنسټ چې د حضرت محمد (ص) د زوکړې په مناسبت صادر شوى، له زندان خوشې شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو پربنسټ، په دغه ولايت کې ٢٩٧ زندانيان موجود دي چې له يادې ډلې يې ٢٨٢ کسان نارينه او پاتې ١٥ ښځې دي او د بېلابېلو جرمونو له مخې له يوه کال تر ٢٠ کلونو ورې پر بند محکوم شوي دي.

هغه وويل، چې د يادو زندانيانو له ډلې يې ٩٠ کسان د قتل په جرم محکوم شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.