Language

امرخېل: په غزني کې به څوک د ځمکو غصب ته پرې نه ږدم

غزني ښار (پژواک، ۳ کب ۹۴): د غزني ولايت امنيه قوماندان ګواښ وکړ چې له دې وروسته هېڅوک نه شي کولاى په دغه ولايت کې ځمکې غصب کړي.

مل پاسوال امين الله امرخېل دغه څرګندونې د کب په درېیمه وروسته له هغه وکړې چې څو ورځې وړاندې د غزني ولايتي شورا ويلي وو چې په دغه ولايت کې يو شمېر زورواکو ١٥٠ جريبه ځمکه غصب کړې، کورونه او ښارګوټې يې په کې جوړ کړي دي.

امرخېل وايي چې په دغه ولايت کې زرګونه جريبه ځمکه د زورواکو او مافيايي کړيو له لوري غصب شوې ده.

هغه زياته کړه: (( ومه ځمکه چې لاندې شوې وه، هغه مخکې وه خو اوس به دومره جرئت څوک پیدا نه کړي چې راشې او په غزني کې ځمکه لاندې کړي.))

د هغه په اند چې يواځې زورواکي او مافيايي کړۍ دي چې ځمکې غصبوي؛ ځکه عام خلک دغه کار نه شي کولاى.

امرخېل په غزني کې د ځمکو د غاصبينو نوم په ډاګه نه کړ خو زياته يې کړه چې تر دې وروسته هېڅوک نه شي کولاى په دغه ولايت کې ځمکې غصب کړي.

دغه راز د غزني د ولايتي شورا غړي عبدالجامع جامع پژواک ته وويل چې په تيرو څو کلونو کې ١٥٠ زره جريبه ځمکه په غزنې د زور واکو او مافيايي کړيو له لوري غصب شوې ده.

هغه زياته کړه: (( دا د ځمکو دغصب لړۍ اوس هم روانه ده او حکومت ددې توان نلرې چې دمافیا او زور واکو مخه ونیسي.))

ده ټينګار وکړ چې حکومت بايد د غاصبينو مخه ونيسي کنه په غزني ولايت به ټولې دولتې ځمکې غصب شي.

د غزني ښار يوه قومي مشر خليل الله هوتک وايي چې د غزني ښار په ګډون په جاغوري، مالستان، ناهور، ګيلان، مقر، اندړ او ده يک ولسواليو کې د دولتي ځمکو تر څنګ د کوچيانو شخصي ځمکې هم غصب شوې دي.

ده له دولت نه غوښتنه وکړه چې په هيواد کې د ځمکو د غصب د مخنيوي په موخه دې غاصبينو ته سخته سزا ورکړي.

د غزني ښار اوسېدونکي محمدالله هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې ډېرې ځمکې غصب شوې او ښارګوټي په کې جوړ شوي دي.

login or register a new account.