Language

د میرزکې قومي مشرانو خپلو سيمو کې د وسله والو د نه پرېښودو تړون وکړ

ګردېز (پژواک، ٤ کب ٩٤): د پکتيا د ميرزکې ولسوالۍ قومي مشرانو تړون کړی چې له مخې به يې د هغوی په سيمو کې وسله والو مخالفينو ته د فعاليتو اجازه نه ورکول کېږي.

دغه ولسوالي د ګردېز ښار او پټان ولسواليو تر منځ پرته ده چې تر دې وړاندې هم د دې سيمې اوسېدونکو د وسله والو مخالفينو پر وړاندې جګړې کړې دي.

د يادې ولسوالۍ قومي مشر ملک باز خان د کب په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې قومي مشرانو تړون کړی چې له مخې يې په دې سيمه کې وسله والو مخالفينو ته د فعاليت اجازه نه ورکول کېږي.

دى وايي چې د همدغه تړون پر بنسټ به قومي مشران په خپلو سيمو کې د وسله والو پر وړاندې اقدام کوي او يا به هم حکومت ته خبر ورکوي.

ده زياته کړه: ((موږ د وسله والو او هغو کسانو پر وړاندې اقدام کوو چې دې سيمې ته وسله وال راولي.))

هغه د قومي مشرانو د اقدام په اړه وويل: ((که دې ولسوالۍ ته وسله والو مخالفين راشي او يا هم څوک له وسله والو مخالفينو سره لاس ولري، کور ته يې اور اچوو او يا به يې هم حکومت ته په لاس ورکوو.))

دغه راز د دې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي سنګين خان هم پژواک ته وويل چې په دې سيمه کې د وسله والو مخالفينو د فعاليت د مخنيوي په موخه د قومي مشرانو تر منځ تړون شوى دى.

هغه وايي: ((موږ د ډېرو سيمو خلک وليدل چې د وسله والو د فعاليتونو له امله سخت زيانمن شول، موږ نه غواړو چې موږ ته هم مشکلات جوړ شي، نو هېڅ وسله وال مخالف په خپله سيمه کې د فعاليت کولو لپاره نه پرېږدو.))

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ کې تر دې وړاندې هم امنيتي ستونزې ډېرې نه وې او يواځېنی لامل يې د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو پر وړاندې د خلکو يووالى دى.

د ميرزکې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ پژواک ته وويل چې دغه ډول تړونونه د امنيت د ټينګښت په برخه کې پوره اغېزناک دي.

هغه زياته کړه: ((موږ له دغه شان تړونونو کلک ملاتړ کوو.))

login or register a new account.