ګردېز (پژواک، ٥ کب ٩٤): د پکتیا ولايت د مستوفیت ادارې عوایدو کچه د تېر کال په پرتله ٣٥ سلنه لوړه شوې ده.
د پکتيا مستوفي ظريف بابري د کب په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر کال د دې ادارې د عوايدو کچه نږدې ١،٢ ميليارده افغانۍ وه خو سږ کال يې اندازه ١،٥ ميليارده افغانيو ته لوړه شوې ده.
ده وويل: ((زموږ د عوايدو کچه د تېر کال په پرتله ٣٥ سلنه لوړه شوې ده.))
د هغه په وينا، د عوايدو کچه ځکه لوړه شوې چې ولايتي اداره په دې برخه کې اړينه پاملرنه کوي او خلک او سوداګر هم پوره همکاري کوي.
ده وويل: ((دلته د عوایدو په ټولیدو کې هېڅ ډول خنډ نشته او خلک هم پر وخت خپل مالیات تحویلوي.))
دغه راز د عوايدو د لوړوالي په اړه د پکتيا والي نصرت الله ارسلا پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې يې له فساد سره جدي مبارزه پيل کړې چې له مخې يې د عوايدو کچه هم لوړه شوې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، د پکتيا ولايت په مستوفيت کې يې داسې يو سيستم هم فعال کړى چې له مخې يې عوايد په رڼه ډول راټولېږي.
د پکتيا والي داسې مهال د اداري فساد پر وړاندې د جدي مبارزې خبره کوي چې په دريو مياشتو کې د پکتيا د پوهنې رياست شپږ کارکوونکي او څلور پوليس د اداري فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
login or register a new account.