Language

دوه پوليس ووژل شول

لښکرګاه (پژواک ٨ کب ٩٤): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د پوليسو پر موټر چاودنه کې دوه ملي پوليس وژل شوي دي.

د دې ولايت د والي وياند عمر ځواک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ماښام په څه کم ٧ بجو د لښکرګاه لوېديځ لور ته د بولان په سيمه کې د پوليسو پر رينجر موټر د سړک غاړې د ماين چاودنه شوې ده.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې په موټر کې ناست دوه پوليس وژل شوي او رينجر هم ويجاړ شوى دى.

د هغه په وينا، پوليسو د پېښې په اړه څېړنه کوي، چې ولې له تېرې دوو ورځو راهيسې په همدې سيمه کې چاودنې کېږي.

تېره ورځ هم، په همدې سيمه کې پر پوليسو چاودنه وشوه، چې له امله يې څلور سيمه ييز پوليس ټپيان شوي وو.

د نننۍ چاودنې مسووليت تراوسه پورې چا په غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.