Language

پل علم(پژواک،٩کب٩٤):دلوګر چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د ماين پاکۍ موسسې اوه موټر له چلوونکو سره بيولي و چې درې موټر چلوونکي او پنځه موټر ترې را خوشې شوي.

د لوګر والي محمد حليم فدايي د کب ٩مه ددې ولايت په مرکز پل علم کې د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د مرکز اړوند له اب چکان سيمې څخه د سترلينګ ماين پاکې موسسې  اوه موټر له موټرچلوونکو سره  بيولي و.

هغه وايي چې د امنيتي ځواکونو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې درې موټر چلوونکي او پنځه موټر  ترې  را خوشې کړل شول.

فدايي وايي چې دوه موټر او څلور موټر چلوونکي اوس هم له وسله والو طالبانو سره دي .

هغه زياته کړه چې ددې کسانو په را خوشې کولو کې هيڅ ډول معامله نه ده شوې يواځې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې را خوشې شوي دي.

د والي په وينا، د پاتې نورو کسانو د خلاصون په موخه هم د امنيتي ځواکونو هلې ځلې روانې دي.

ده وويل چې د يادو کسانو د تښتونې په تور امنيتي ځواکونو نهه کسان هم نيولي چې  پوښتنې ترې روانې دي.

په لوګرکې د سټرلينګ موسسې مسوول عبيدالله پژواک ته وويل چې تېره ورځ ناوخته وسله والو د دوى په کمپ بريد وکړ.

هغه وايي چې وسله والو د دوى اوه موټر او اوه موټر چلوونکي له ځانه سره بېولي وو چې درې موټر چلوونکي او پنځه موټر يې امنيتي ځواکونو را خوشې کړل.

هغه زياته کړه چې څلور موټر چلوونکي او دوه موټر اوس هم  له وسله والو سره دي.

ده ونه ويل چې دغه وسله وال طالبان  دي  او که بل څوک .

عبيدالله له امنيتي ځواکونو غوښتنه وکړه چې د دوى د امنيت د ټينګښت لپاره اړين اقدامات وکړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.