کندوز( پژواک،٩ کب ٩٤) : د کندوز امنيه قوماندان ادعا کوي چې دشت ارچي او خان اباد ولسواليو کې د چاڼيزو عملياتو پرمهال د دولت ٧١ مخالف وسله وال ووژل شول او لسګونه نور ټپيان دي.
دا عمليات څلور ورځې وړاندې دشت ارچي ولسوالۍ کې د اردو،پوليسو، ملي امنيت او سيمه ييزو پوليسو په ګډون پيل شوي دي.
د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال قسيم جنګلباغ چې په دې عملياتو کې يې برخه اخيستې وه، وويل چې دشت ارچي ولسوالۍ کې د څو قوماندانانو په ګډون د دولت ٦١ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، د وسله والو مخالفينو يو شمېر مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
جنګلباغ وويل چې د افغان ځواکونو هوايي عملياتو په ترڅ کې چې تېره شپه د چهاردرې او خان اباد ولسواليو په بېلابېلو سيمو کې ترسره شول، ١٠ طالبان په کې وژل شوي ، پنځه ټپيان دي او دوه نور نيول شوي دي.
امنيه قوماندان زياته کړه :" ډېر ژر به د کندوز ټولې ناامنې سيمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شي."
شمال ختيځ کې د ٢٠ فرقې مطبوعاتي مسوول ډګرمن غلام حضرت کريمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خان اباد ولسوالۍ د اقتاش سيمې جګړه کې د مُخلص او مظهر په نومونو د طالبانو دوه ډلمشران هم وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې د اقتاش سيمې جان قطغن او دولتيار کلي هم چاڼ شوي او جګړه روانه ده.
امنيتي مسوولينو تر دې وړاندې ويلي و چې د عملياتو پرمهال ددشت ارچي لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ملاشاکر له ٩ طالبانو سره وژل شوى دى.
په ورته وخت کې د ٢٠ فرقې د لوا قوماندان جنرال احمد "حبيبي" وويل :" عمليات به زور واخلي او هغه مهال به ودرېږي چې له دې ولسوالۍ څخه د طالبانو ټولې ځالې له منځه لاړې شي."
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې ده چې دې جګړو کې دولتي ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي دي.
د نوموړي په وينا، دشت ارچي کې يو دولتي ټانک ويجاړ شوى او په کې ناست ټول پرسونل يې وژل شوي او ټپيان دي، د کومانډو درې سرتېري هم وژل شوي او دوه نور يې ژوبل دي.
login or register a new account.