غزني ښار (پژواک، ۲۳ کب ۹۴): د کورنيو چارو وزارت له لوري په غزني کې د پوليسو د تشکيلاتو کمول به دغه ولايت له جدي امنيتي ګواښونو سره مخ کړي.
دغه څرګندونې د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د کب په ٢٣مه خبريالانو ته وکړې.
امرخېل وايي: ((د کورنيو چارو وزارت د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د پوليسو تشکيل کم کړى او په ځينو سيمو کې يې کنډک پر ټولي بدل کړى دى.))
هغه زياته کړه چې د کورنيو چارو وزارت دغه کار به غزني ولايت له جدي امنيتي ګواښ سره مخ کړي او د دغه کار د راتلونکو پايلو مسووليت به د وزارت پر غاړه وي.
هغه د بېلګې په توګه وويل: ((همدا اوس د اندړو ولسوالۍ او ځيني نورې سيمې د سقوط له ګواښ سره مخ دي، زه نه غواړم دا بدنامي په ما پورې وتړل شي.))
ده وويل چې وسله وال طالبان هم د غزني ولايت د سقوط هڅې کوي او که چېرې دغه ولايت سقوط وکړي نو پړه يې د کورنيو چارو وزارت پر غاړه ده.
نوموړی وايې: ((حکومت مجبور دى چې د خلکو امنیت وساتي نه دا چې په خپل لاس یو ولایت وسله والو طالبانو ته وسپاري.))
امرخېل ګواښ وکړ که چېرې د کورنيو چارو وزارت يادې ستونزې ته جدي پاملرنه ونه کړي، نو دى به د غزني د امنيه قوماندان په توګه پر خپلې دندې فکر وکړي.
د غزني د ولايتي شورا غړي حسن رضا يوسفي هم پژواک ته وويل چې د کورنيو چارو وزارت دغه کړنه به د غزني امنيتي ستونزې نورې هم ډېرې کړي.
د هغه په وينا، که د کورنيو چارو وزارت په دې برخه کې پر خپلې پرېکړې بيا کتنه ونه کړي، نو ولايتي شورا به د خلکو په مرسته د کابل- کندهار لويه لار وتړي او لاريونونه به وکړي.
دغه راز د غزني ښار اوسېدونکي محمدالله عامر پژواک ته وويل: ((د کورنيو چارو وزارت بايد په دې ولايت کې د پوليسو تشکيل کم نه کړي؛ ځکه پخوا يې هم دغه ولايت ته سمه توجه نه ده کړې.))
هڅه مو وکړه په دې اړه د کورنیو چارو وزارت نظر هم ولرو خو په اخيستو یې ونه توانېدو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP