پل علم (پژواک، ٢٤ کب ۹۴): د لوګر د خروار او څرخ ولسواليو اوسېدونکي وايي چې په ولسواليو کې يې د نفوسو د احوال د ثبت مديريتونه شتون نه لري نو دوى اړ دي چې د تذکرې اخيستو لپاره مرکز پل علم ته ورشي.
هغوى وايي چې د يوې تذکرې اخيستو په موخه اړ دي چې لسګونه کيلومتره مزل وکړي.
د خروار ولسوالۍ د پنج پاى سيمې اوسېدونکي عبدالقيوم پژواک خبري اژانس ته وويل چې په خروار کې د نفوسو د احوال د ثبت مديريت شتون نه لري.
ده زياته کړه: "زه د همدې کار لپاره اوس مرکز پل علم ته راغلى يم، حکومت بايد بې پروايي ونه کړي؛ ځکه په دغه کار سره ډېر خلک د تذکرو له اخيستو پاتې کېږي."
ده وويل چې د خروار ولسوالۍ ډېر اوسېدونکي بېوزلي دي او د يوې تذکرې اخيستو لپاره پل علم ته نه شي راتللى.
دى وايي: "د موټر په کرايه او دلته په هوټل کې په پاتې کېدو شاوخوا درې زره افغانۍ مصرفېږي چې ټول خرواريان بيا د دې پيسو د ورکولو توان نه لري."
دغه راز د خروار ولسوالۍ د بهادرخېلو سيمې اوسېدونکي احمد شبير پژواک ته وويل چې د يوې تذکرې د اخيستو لپاره يې تر اوسه دوه شپې په مرکز پل علم کې تېرې کړې دي.
شبير وايي: "زه د خپلې کورنۍ له دريو نورو غړو سره د تذکرې اخيستو لپاره پل علم ته راغلى يم، لاره خرابه ده د يو کس د موټر کرايه ٢٥٠ افغانۍ ده او تر اوسه له ما څخه ٧زره روپې مصرف شوې دي."
د هغه په وينا، د خروار ولسوالۍ اوسېدونکي اړ دي چې د تذکرې ترلاسه کولو په موخه ٥٠ کيلومتره مزل وکړي.
دغه راز د څرخ ولسوالۍ د پنګرام سيمې اوسېدونکي سيد بريالي پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې هم د نفوسو د احوال د ثبت مديريت شتون نه لري.
هغه وايي، له کلونو راهيسې د څرخ ولسوالۍ اوسېدونکي اړ دي چې د تذکرې د ترلاسه کولو په موخه مرکز پل علم ته ورشي.
هغه وایي: "اوس مهال زموږ ټول خلک د تذکرو اخيستو لپاره پل علم ته ځي چې دا کار د ښځو او ماشومانو لپاره ډېر ستونزمن دى او د بیوزلو لپاره ډېر ګران تمامېږي؛ دا ځکه چې هر کس اړ دی د تذکرې د ترلاسه کولو لپاره ۳ ورځې د ولایت مرکز ته ولاړ شي او اړوندو ادارو ته مراجعه وکړي."
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP