ښرنه(پژواک،٢ورى٩٥):د پکتيکا ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دې ولايت په اتو ولسواليو کې له تېرو ١٤کلونو راهيسې مخابراتي شبکې فعاليت نه کوي.
پکتيکا د افغانستان له سرحدي ولايتونو څخه دى چې د مرکز په ګډون ١٨ ولسوالۍ لري.
د دې ولايت د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي چمتو وزير پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ولسوالۍ له ګاونډي هېواد پاکستان سره ګډه پوله لري او اوسېدونکي يې له ګڼو ټولنيزو ستونزو سره مخ دي.
هغه وويل چې د نورو ستونزو ترڅنګ نن سبا په دې ولسوالۍ کې تر ټولو لويه ستونزه د مخابراتي شبکو د فعاليت نه کول دي.
هغه زياته کړه: (( موږ څو ځلې له دولتي مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې موږ ته مخابراتي شبکې فعاله کړي خو چا دا کار ونه کړ.))
دغه راز د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکي سيدکمال هم پژواک ته وويل چې د ګيان ولسوالۍ ترڅنګ په برمل، ګومل، خوشامند، وازېخوا، وړممۍ، نکې او زيړوک
و لسواليو کې هم مخابراتي شبکې فعاليت نه کوي.
ده وويل: ((موږ څو ځله وويل چې دغه شبکې بايد دلته خپل فعاليت پيل کړي خو تراوسه يې نه دى پيل کړى.))
د وازېخوا ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالله کټوازي پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي هم مخابراتي اسانتياوو ته لاسرسى نه لري.
ده وويل: (( زموږ ډيرى خلک په خارج کې اوسيږي، دلته موږ مخابراتو ته لاسرسى نه لرو په اسانه نشو کولى چې له خپلو دوستانو اوعزيزانو سره تماس ونيسو.))
دغه راز د پکتيکا ولايت د ځوانانو ټولنې مشر عزيز الله اميري هم پژواک ته وويل چې د دې ولايت په ډيرو ولسواليو کې مخابراتي شبکې فعاليت نه کوي چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ دي.
هغه وايي: (( زموږ د ډيرو ولسواليو خلک اوس هم په پخوانۍ زمانه کې دي ځکه چې ټېلېفون ته هم لاسرسى نه لري.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP