Language

د بلخ د دولت اباد ولسوالۍ د پوهنې مدیر ووژل شو

مزارشريف (پژواک، ١٠ ورى ٩٥): د بلخ د دولت اباد ولسوالۍ د پوهنې مدير د ناپېژاندو وسله والو له لوري پر ډزو ووژل شو.

د دولت اباد ولسوال اميرشاه خان د وري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ د پوهنې مدير نورالله نوري نن له غرمې وروسته د دولت اباد- مزارشريف پر لويه لار وژل شوى دى.

ده وويل: ((نورالله مزارشريف ښار ته روان و چې نا معلومو وسله والو يې موټر درولى او ډزې يې پرې کړې دي، دی یې وژلى دى او دوه نور ملګري يې  ټپيان دي.))

د هغه په وينا، د دې پېښې د عاملينو د نيولو هڅې روانې دي.

د بلخ د پوهنې رياست هم د دولت اباد ولسوالۍ د پوهنې د مدير وژل کېدل تاييدوي.

د پوهنې رياست مرستيال لاجمير افغان زوى پژواک ته وويل: ((نورالله ليني موټر کې له دولت اباد څخه مزار ته روان و چې موټرسايکل سپرو يې موټر درولى او وژلى یې دی او دوه نور کسان يې ټپيان کړي دي.))

افغانزوى وايي چې ټپي کسان عام خلک دي او د پوهنې له رياست سره کوم تړاو نه لري.

هغه د بلخ له امنيتي چارواکو غوښتنه وکړه چې هر څو ژر د نورالله قاتلين پيدا کړي او د خپلو اعمالو په سزا يې ورسوي.

د دې پېښې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.