کندهار ښار (پژواک، ١٢ ورى ٩٥): د کندهار هوايي ډګر د ډله ييز بريد په تور د نيول شوو ٧ کسانو علني محاکمه ترسره شوه.
پر کندهار هوايي ډګر دغه بريد د لېندۍ په ١٧مه وشو چې شاوخوا لس تنه وسله وال په کې ښکېل وو او ٢٠ ساعته يې جګړه وکړه.
دغه وسله وال د هوايي ډګر اړوند د ملکي ترمينل او د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندانۍ تر منځ پر دريو سيمو (د ښوونځي په يوې ودانۍ، د ملکي وګړو د استوګنې په بلاکونو او بازار) کې پټ شوي وو او له هماغه ځايه يې بريدونه کول.
د دغه ډله ييز بريد په پايله کې د ملي اردو د سرتېرو په ګډون تر ٥٠ ډېر عام وګړي چې ښځې او ماشومان په کې شامل وو، ووژل شول او شاوخوا ٣٥ نور ټپيان شول.
دغه راز په دې بريد کې د ملکي خلکو ٣٥ دوکانونه، ١٥ کورونه، يو ښوونځى او شاوخوا ١٥ بېلابېل موټرونه هم ويجاړ او زيانمن شول.
کشفي ارګانونو د دغه خونړي بريد په تړاو ٧ تنه نيولي وو چې د محاکمې غونډه يې په علني توګه وشوه خو بې پايلې پاى ته ورسېده.
په پيل کې موظف څارنوال صورت دعوا ولوسته او ويې ويل چې د هوايي ډګر د قراول د مسوول حاجي خان په ګډون اووه تنه په دې قضيه کې ښکېل دي او هوايي ډګر ته د ننه يې د وسله والو او د هغوى د وسلو د تېرولو په برخه کې مرسته کړې ده.
څارنوال وويل، د نيول شوو کسانو له ډلې شپږو يې په هوايي ډګر کې دننه د خوراکي او نورو توکو دوکانونه لرل.
نوموړي يادونه وکړه چې نيول شوو کسانو په خپلو جرم اعتراف کړى او منلې يې ده چې له وسله والو سره يې د دغه بريد په تر سره کولو کې مرسته کړې ده.
خو تورنو کسانو او د هغوى مدافع وکيلانو دغه څرګندونې رد کړې او ويې ويل چې د اقرار اخيستو پر مهال وهل شوي او ځورول شوي دي.
له دې ډلې د يو شمېر کسانو مدافع وکيل شبير احمد قيومي وويل، دوسيه يوازې د نيول شوو کسانو د اعترافاتو پر بنسټ ترتيب شوې او اړوند نور شواهد او اسناد نه پکې تر سترګو کېږي.
دغه راز هغه وويل چې د کندهار هوايي ډګر په دروازه کې د بېلابېلو امنيتي ارګانونو، ملي اردو، ملي پوليسو او سرحدي پوليسو استازي د امنيت ساتنې دنده لري، خو له دې ډلې يوازې يو کس د حاجي خان په نوم نيول شوى او نور کسان نه دي نيول شوي.
login or register a new account.