Language

مزار ښار کې د يوې کورنۍ شپږ غړي په مرموز ډول وژل شوي

مزار شريف (پژواک، ١٩ ورى ٩٥):  د بلخ ولايت په مزار شريف ښار کې د يوې کورنۍ شپـږ غړي په مرموز ډول وژل شوي دي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياندشېرجان دراني د وري په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون تر غرمې وروسته د مزار شريف ښار د څلورمې حوزې اړونده د بابايادګار په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې نامعلوم کسان  په ياده سيمه کې يو کور ته ورغلي او د کورنۍ شپږ غړي يې په چړو او چاقوګانو وژلي دي.

د نوموړي په وينا، په وژل شويو کسانو کې درې مېرمنې، دوه ماشومان او يوه نارينه شامل دي.

درانى وايي، چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې، خو شک کېږي چې دا پېښه به د ناموسي اختلافاتو له امله رامنځته شوې وي.

د مزار شريف د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر نور محمد فيض پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته د شپې ناوخته ياد جسدونه راوړل شوي وو.

هغه زياته کړه، چې د وژل شويو کسانو پر جسمونو د چړو او چاقو ګانو نښې وې او تر  وژل کېدو وروسته اته ساعته په ياد کور کې پراته وو.

د يادونې ده چې څو ورځې مخکې په کابل ښار کې هم دوه ښځې او دوه نارينه په مرموز ډول وژل شوي وو.

login or register a new account.

Related Topics