ښرنه (پژواک، ١٩ ورى ٩٥): د پکتيکا ولايتي شورا او ځايي اوسېدونکي ادعا کوي چې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې بريدونو کې د قومي مشرانو په ګډون ٢٠ ملکي وګړي وژل شوي، خو امنيه قوماندان وژل شوي کسان وسله وال مخالفين بولي.
د ګومل ولسوالۍ د بانځو کلي اوسېدونکي محمدحنيف د وري په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد هوايي بريدونه د دې ولسوالۍ د بانځو او کاکړزو په سيمو کې شوي چې له امله يې ٢٠ کسان وژل شوي او يو بل ټپي دى.
نوموړي زياته کړه، لومړی بريد تېره ورځ غرمه مهال د دې ولسوالۍ د بانځو په سيمه کې هغه مهال وشو چې يو شمېر عام خلک په يو ډاډسن موټر کې د يوې قضيې د حل په موخه کاکړزو سيمي ته روان وو.
هغه زياتوي چې پر ياد موټر د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ١٥ عام وګړي وژل شوي چې ډېرى يې د سيمې مخور او قومي مشران دي او يو تن سخت ټپي دى.
د حنيف په وينا، دوهم بريد مازديګر پنځه بجې پر دوو موټرسايکلونو ترسره شوى چې په پايله کې يې پنځه عام وګړي وژل شوي دي.
د پکتيکا د ولايتي شورا مرستيال نعمت الله بابري هم د يادې پېښې د پخلي تر څنګ پژواک ته وويل چې په يادو دواوړ بريدونو کې عام خلک وژل شوي دي.
هغه په وژل شوو کسانو کې د وسله والو مخالفينو شتون رد کړ.
د بابري په وينا، د يادې سيمې خلک د غرونو پر سر ستونزې او بدۍ لري چې د ځان ساتلو لپاره له ځان سره وسله ګرځوي.
بل پلو د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد وايي چې تېره ورځ غرمه مهال د يو هوايي بريد په پايله کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او په دوهم بريد کې پنځه نور وسله وال وژل شوي دي.
نوموړی په دغه بريد کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه وايې چې له يادو کسانو سره وسلې وې، نو ځکه د ايتلاف هوايي ځواکونو په نښه کړي او که قومي مشران وای، دوی بايد د وسلو د شتون په صورت کې دولت په جريان کې اچولی واى.
ايتلافي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
وسله والو طالبانو د يوې خبرپاـڼې په خپرولو سره وژل شوي کسان عام وګړي ياد کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP