مزارشريف (پژواک، ۲٢وری ۹۵): د بلخ ولايت د سولې عالي شورا کمېټې مسوول د سولې د پروسې په روانو چارو کې د ټکنيتوب ستر لامل په حکومت کې دننه خپلمنځي اختلافات وبلل.
په بلخ کې د سولې د عالي شوار د کمېتې مسوول بازمحمد غريب يار د وري په ۲٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېر ژمي وسله والو طالبانو په شمال کې د پاکستان او ايران په ملاتړ د نا امنيو جوړېدو پوره هڅه وکړه؛ خو پاتې په کې راغلل.
نوموړي په هېواد کې د روانې جګړې لاملونه بهرني وګڼل او زياته يې کړه چې په بلخ کې هم د نسبي ناامنۍ او د وسله والو طالبانو د ملاتړ ستره وجه بهرني استخبارات دي.
د هغه په وينا، که څه هم وسله وال طالبان په بلخ کې کوم ځانګړی ځای نه لري چې دوی ورسره د خبرو اترو لپاره هڅه وکړي؛ خو بيا هم په تېرو څو کلونو کې له سولې پروسې سره د لسګونو وسله والو طالبانو پر يو ځای کېدو بريالي شوي دي.
د هغه په اند، ډېری وخت د بلخ له ګاونډيو ولايتونو جوزجان، سرپل او سمنګان څخه وسله وال طالبان راځي او په بېرته تېښه مجبورېږي.
د سولې عالي شورا د کمېټې مسوول همدا ر از وويل، د بلخ په ځينو سيمو کې چې وسله وال وي، نو په خپل ولايت کې د امنيتي ارګانونو او د خلکو د همغږۍ له امله فعاليت نه شي کولی.
د نوموړي د معلوماتو پر بنسټ، د چمتال ولسوالۍ نږدې سل طالبان د ورانکاريو لپاره په خپله سيمه کې بستر نه لري، نو مجبور شوي چې فارياب ولايت ته ولاړ شي او هلته ورانکاري وکړي.
غري بيار وايي چې د يادې کمېټې له جوړښته تر دې دمه ۳۲۴ وسله وال طالبان په دغه ولايت کې د سولې له پروسې سره يو ځای شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې په بلخ ولايت کې د وسله والو طالبانو تسلمېدو د مزار- شبرغان د لويې لارې پر امنيت مثبت اغېز کړی دی.
login or register a new account.