کابل (پژواک، ٢٤ ورى ٩٥) : د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچارد اولسون د پاکستان د پوځ له مشر سره د افغانستان پر حالاتو خبرې کړې دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتر څخه د وري په ٢٤مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ليدنه پرون په راولپنډۍ ښار کې د پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې ترسره شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې د امريکا ځانګړي استازي ريچارډ اولسون د پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره د افغانستان پر وروستيو حالاتو خبرې وکړې.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو مشرانو د ترهګرۍ پر وړاندې په روانه مبارزه کې د پاکستان پر هلو ځلو هم بحث وکړ.
د يادونې ده چې د امريکا ځانګړى استازى تر دې مخکې کابل ته راغلى و، له ولسمشر او اجراييوي رييس سره يې ليدلي و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن