Language

جنرال حميد: وسله والو مخالفينو له دولت سره پر تبليغاتي جګړې پانګونه کړې

مزارشريف (پژواک، ٢٤ ورى ٩٥): په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولين وايي چې وسله والو مخالفينو له دولت سره پر تبليغاتي جګړې پانګونه کړې او يو شمېر خلک د دغو تبليغاتو په ترسره کولو کې له وسله والو سره مرسته کوي.

دغه څرګندونې د شاهين قول اردو عمومي قوماندان جنرال عبدالحميد حميد د وري په ٢٥مه په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو په مرکز کې د نظامي تطبيقاتو په ترڅ کې وکړې.

نوموړی وايي چې وسله وال غواړي په دې ډول خلکو ته تشويش پيدا کړي.

جنرال حميد زياته کړه چې د دولت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې يې جنګي تاکتيکونه بدل کړي او هيله لري چې په روان کال کې به په دغه زون کې د دولت ټولې وسله والې ډلې وځپل شي.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان همدا راز زياتوي چې له هوايي پلوه هم د پخوا په پرتله افغان ځواکونه تجهيز شوي او په دې برخه کې ورسره نړيوالو همکارانو د نورو مرستو ژمنه هم کړې ده.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وويل چې ورځ تر بلې به افغان ځواکونه پياوړي کېږي.

د شاهين قول اردو قوماندان همدا راز وويل چې د وسله والو له خوا د عمري په نوم عمليات تبليغاتي بڼه لري او په عملي ډګر کې افغان ځواکونه هر ډول بريدونو ته تياری لري.

جنرال حميد زياتوي چې دمګړی د شمال زون په پنځو نقطو کې پوځي عمليات روان دي او په پايله کې يې وسله والو ته درانه تلفات اوښتي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.