کابل (پژواک، ٢٦ ورى ٩٥): په افغانستان کې د اروپايي ټولنې مشر وايي چې فساد د افغانستان د سياسي سيستم په يوه ناخوښه برخل بدل شوى او حکومت بايد له فساد سره د مبارزې د يوې اصلي لارې په توګه له مجازاتو نه د معافيت کلتور پاى ته ورسوي.
د اروپايي ټولنې سفير فرانز مېشل ميلبڼ، دا موضوع په افغانستان کې د مالي فساد د کچې په اړه د پژواک خبري اژانس او اروپايي اتحاديی له خوا د تازه خپرې شوې سروې د پايلو په اړه یاده کړې ده.
دا سروې د روان کال د وري له ٧مې د همدې مياشتې تر ١٩مې پورې په انلاين ډول د پژواک د فېسبوک له لارې ترسره شوه، دا سروې د فېسبوک د شاوخوا ٣٣ زره کاروونکو د پام وړ ګرځېدلې چې له دې ډلې يې په ټوليز ډول ٦٦٨ کسانو عملاً په کې ونډه اخيستې او په هېواد کې يې د فساد په اړه ١٢ پوښتنو ته ځواب ويلى دى.
په دې پوښتنو کې له مخاطبينو د فساد د اندازې، د فساد د کمښت يا زياتوالي، په دې برخه کې د حکومت له اقداماتو د هغوى د قناعت د کچې، له فساد سره د مبارزې د سياسي ارادې شتون او نشتوالي، د تر ټولو فاسدې دولتي ادارې، په عدلي او قضايي ارګانونو کې د فساد د ليدو او يا نه ليدو، د مجازاتو نه د معافيت کلتور، هغه مهم اقدامات چې حکومت يې بايد له فساد سره د مبارزې لپاره تر سره کړي او په هېواد کې د فساد د کمښت په اړه د هغوى د نظر په اړه پوښتل شوي دي.
په ټوليز ډول د دې سروې د ٦٦٨ ګډونوالو له ډلې ٥٠٦ کسانو مالي فساد په هېواد کې له سترو ستونزو بللى او د هغوى شاوخو نيمايي هغو د فساد د زياتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د دې ارزونې د ګډونوالو په نظر، عدلي او قضايي ارګانونه، ګمرکونه او ښاروالۍ په ترتيب سره د حکومت د ټولو فسدو ادارو په توګه له لومړۍ تر درېيمې پورې درجې اخيستې دي.
د اروپايي ټولنې سفير وويل: ((ليدل کېږي چې د افغانستان خلک فساد ته د يوې جدي او ډېرې مهمې ښکارندې په توګه ګوري چې بايد کابو شي. په ورته وخت کې د افغانستان خلک په دولتي ادارو کې د فساد د کچې له لوړېدو اندېښمن دي او خلک انتظار لري چې د حکومت له خوا د فساد پر وړاندې جدي ګامونه واخيستل شي.))
مېشل ميلبڼ زياته کړه: ((له نېکه مرغه چې ولسمشر هم په دې اړه مشخصي بيانيه درلوده چې څرګندوي له دې ستونزې نه خبر دى او غواړي چې د دې ښکارندې پر وړاندې کار وکړي. پر دې اساس هغه څه چې موږ ورته اړتيا لرو، دا دي چې په دې برخه کې مشخص اقدامات ترسره شي.))
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي، په کابل کې په راتلونکي مياشت کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې جوړېدونکي کنفرانس ته د چمتووالي په اړه څرګنده کړه چې نړيوال مرسته کوونکي تل له افغانستان سره له فساد سره د مبارزې په برخه کې کار کوي او انتظار لري چې افغان دولت په دې برخه کې جدي شي.
دغه لوړپوړي اروپايي ديپلومات وويل، دې ته په پام سره چې د دې سروې ګڼو ګډونوالو د فاسدو افرادو د قانوني تعقيب او په دولتي ادارو کې د هغوى له ګومارنې څخه د مخنيوي، له فساد سره د مبارزې سمې لارې بولي، خو ويې ويل: ((فساد د دولتي بنسټونو اعتبار ته زيان رسولى، خلک په ښه ډول درک کوي چې ستونزه چېرته ده او څه ډول چلند ورسره وشي.))
هغه زياته کړه: ((له بده مرغه چې فساد د افغانستان د سياسي سيستم په يوه ناخوښه برخه بدل شوى، دا يوه ستره ننګونه ده.))
فرانز مېشل ميلبن وويل: ((له فساد سره مبارزه تر ډېره په افغاسنتان کې له سياسي ارادې سره تړلې ده. دا يوه ستره ننګونه ده، له مجازاتو (فساد افراد) د معافيت کلتور بايد بدلون وکړي، د ماتولو يوه لاره يې دا ده چې معافيت متوقف شي، دا يواځې د جرمي چارو د تعقيب په اړه نه ده، بلکې اداري اقدامات او مجازات بايد تر لاس لاندې ونيول شي.))
د اروپايي ټولنې سفير، په افغانستان کې د مالي فساد د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه ويې ويل چې لا هم يو تازه فرصت شته چې نړيواله ټولنه د افغانستان په اړه په روان کال کې خپلې ژمنې نوې کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP