Language

همدرد: د لنډمهال حکومت له جوړېدو پرته سوله نه شي راتلای

مزار شريف (پژواک، ٢٦ وری ٩٥): پخوانی والي او د حزب اسلامي مهم غړی جمعه خان همدرد وايي چې په شمال کې د قدرت انحصار او په واک کې د افغانستان د مهمو ګوندونو نه ګډون، د جګړې لاملونه دي.

نوموړي دغه څرګندونې د وري په ۲۶مه په مزار شريف کې د بلخ ولايت له قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو سره په ګډه غونډه کې وکړې.

که څه هم نوموړي د کوم شخص نوم وانه خيست؛ خو ويې ويل، هغو کسانو چې په شمال کې يې دولتي قدرت لاس کې و، اوس نه شي کولای د شمال له روان ناورين سره مقابله وکړي.

د همدرد په وينا، مرکزي حکومت هم په يواځې ځان نه شي کولی چې د شمال د جګړو مخه ونيسي.

همدرد د خپلو خبرو په دوام کې زياته کړه چې شمال ته د خپلو خلکو د حقونو ترلاسه کولو او بې عدالتۍ د له منځه وړو لپاره راغلی او که چا يې خلکو ته حق ورنه کړ؛ نو پر پراخو مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.

هغه زياته کړه: ((پخوا مو په توپ او ټانګ د خپلو خلکو د حقونو ساتنه کړې؛ خو اوس که چا زموږ حقونه رانکړل؛ نو د شمال ټولې لويې لارې به له خلکو ډکې کړم؛ دومره خلک به سرکونو ته راوباسم، چې څوک يې د توپ او چايندار په واسطه هم لرې نه کړی شي.))

جمعه خان همدرد وايي، که د بن په کنفرانس کې حزب اسلامي او طالبانو ته بلنه ورکړل شوې وای؛ نو نن به افغانستان له ورته بحران سره نه وای مخامخ شوی.

نوموړي وويل: ((د بن له کنفرانس وروسته د حکومت ډېری چارواکي د يوه کلي وو او د يادو بې عداليتو له امله حزب اسلامي او ډېری افغانان د حکومت پر ضد ودرېدل.))

د هغه په وينا، له تېرو څو کلونو راهيسې حزب اسلامي له حکومت سره د سولې په برخه کې هڅې کړې؛ خو حکومت په دې اړه روښانه دريځ نه دی لرلی.

همدرد وايي، دمګړۍ د جګړې د ختمولو او سولې راتلو لپاره بايد موقته اداره رامنځته شي؛ تر څو افغانستان له روان کړکېچه ووځي.

هغه وايي، د موقت حکومت له جوړېدو پرته د سولې راتګ يو خيال دی چې هېڅکله به عملي بڼه خپله نه کړي.

نوموړی زياتوي چې خلک له روان وضعيت څخه پزې ته راغلي او که حکومت د خلکو غوښتنو ته پاملرنه ونه کړي؛ نو لوی ناورين به رامنځته شي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.