Language

په کندوز کې ۴۰ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي

کندوز(پژواک، ۲۷ وری ۹۵): د کندوز امنيتي چارواکي وايي، وسله والو  دکندوز پر ښار او ولسواليو بريدونه کړي چې له امله يې ۴۰  وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

د کندوز امنيه قوماند مل پاسوال قسيم جنګل باغ نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو غوښتل يو ځل بيا کندوز ته سقوط ورکړي، خو د امنيتي ځواکونو لخوا د دوى بريدونه شنډ شول.

هغه زياته کړه، چې وسله والو نن سهار د کندوز پر ښار او ولسواليو بريدونه وکړل چې په پايله کې يې ۴۰  وسله وال مخالفين ووژل شول او ۱۲ نور ټپيان شول.

دی وايي چې په ياد بريد کې دوه امنيتي سرتېري هم وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

په ورته وخت د امام صاحب ولسوال امان الدين قريشي هم وويل چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې وسله والو مخالفينو د دې ولسوالۍ پر لومړۍ امنيتي حوزې بريد وکړ او جګړه تر اوسه دوام لري.

ولسوال د کندوز ولايت له امنيتي چارواکو وغوښتل چې يادې ولسوالۍ ته نور سرتېري ور ولېږي.

همداراز دکندوز د ولايتي شورا وکيل امرالدين ولي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کندوز ښار په بد امنيتي وضعيت کې قرار لري .

هغه وويل چى دا مهال د ښار په بېلابېل سيموکې جګړه روانه ده اوکه يې مخه ونه ونيول شي نو دا ځل به دکندوز سقوط تر پخواني سقوط هم ډيرخطرناک وي .

نوموړي د ناامنيو په تړاو ددغه ولايت امنيتي چارواکي په بې کفايتۍ تورن او زياته يې کړه چې که وضعيت تردې خراب شي ياد چارواکي بايد تر عدلي تعقيب لاندې ونيول شي .

همدارنګه د ناتاييد شويو ځايي راپورونو له مخې، د کندوز ښار پر  بېلابېلو سيمو هم وسله والو مخالفينو بريدونه پيل کړي او د دې ښار اوسېدونکي د وتلو په حال کې دي.

تر اوسه په دې اړه امنيتي چارواکو څه نه دي ويلي.

وسله وال طالبان ادعا کوي چې نن سهار يې د امام صاحب پر ولسوالۍ بريد کړی او درې امنيتي پوستې يې نيولي او جګړه دوام لري.

login or register a new account.