تالقان (پژواک، ٢٨ ورى ٩٥): په تخار او کندوز ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې ٢٠ طالبان او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د تخار والي محمد ياسين ضياء د وري په ٢٨مه خبريالانو ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دغو بريدونو کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
ضياء په دې نښته کې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي فريداحمد پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې د دې ولسوالۍ په ځینو سيمو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې کېږي.
خو هغه په يادو نښتو کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.
په ورته وخت کې د کندوز ولايت د خان اباد ولسوال حيات الله اميري پژواک ته وويل چې طالبانو تېره شپه د يادې ولسوالۍ په چارسري، ملاغلام، اندرابي او يو شمېر نورو سيمو بريدونه کړي دي.
اميري وايي چې په دغو بريدونو کې اته طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
دغه راز د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې د ملي اردو د شپږم کنډک قوماندان خيرمحمد کوچي پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د کندوز د دشت ارچي پر ولسوالۍ هم بريدونه کړي دي.
خواجه غار ولسوالي د کندوز ولايت له دشت ارچي ولسوالۍ سره نښتې ده.
کوچى وايي چې په دغو بريدونو کې اووه طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
ده وويل: ((طالبانو خپله روحيه له لاسه ورکړې نور نه شي کولاى د امنيتي ځواکونو پر وړاندې جګړه وکړي.))
login or register a new account.