Language

په تخار کې سيلابونو ١٣تنه مړه او ١٢ نور ټپيان کړي

تالقان(پژواک،٣٠ورى ٩٥): د تخار ولايت په مرکز او ځينو ولسواليو کې د سيلابونو له امله ١٣تنه مړه شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

په تخار کې د پېښو پر وړاندې دمبارزې رييس عبدالرزاق زنده د وري په٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې د دې ولايت  په بنګي، نمک اب ، فرخار، کلفګان او بهارک ولسواليو او تالقانو ښار کې سيلابونه راغلي دي.

هغه وايي چې ددې سيلابونو له امله شپږ کسان په تالقانو ښار کې، شپږ کسان په بنکي ولسوالۍ کې او يو کس په فرخار ولسوالۍ کې مړه شوي دي.

ده وويل چې د همدې سيلابونو له امله ١٢تنه ټپيان شوي، سلګونه کورونه او زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه هم ويجاړه شوې ده.

زنده وايي چې د سروې ١٦ډلې يې اړونده سيمو ته استولې دي او کېداى شي تر سروې وروسته د مرګ ژوبلې کچه نوره هم لوړه شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، تراوسه د مړه شويو کسانو د کورنيو له غړو سره ٣٠ زره افغانۍ او د ټپيانو له کورنيو سره د لس لس زره افغانيو مرستې شوې دي.

خو ده وويل: (( زموږ اداره له دوه زره کورنيو سره د اړينو مرستو لپاره چمتوالى لري، چې په وخت سره به له ټولو سره مرستې وشي.))

دغه راز د تالقانو ښار د پل قاق سيمې اوسېدونکي احمدالله پژواک ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې د تخار ولايت په ډيرو سيمو کې سيلابونه راغلي دي.

هغه وايي چې ددې سيلابونو له امله ګڼ شمېر کسان مړه شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

په دې اړه به نور جزييات وروسته خپاره شي.

login or register a new account.