Language

ولايتي شورا: د کندوز امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى

کندوز (پژواک ٣٠ ورى ٩٥): د کندوز ولايتي شورا وايي، اوسمهال د کندوز څلور دروازې د jرافيکو پر مخ تړل شوې او امنيتي ځواکونه په دې نه دي توانېدلي چې وسله وال مخالفين له دغو دروازو په شا کړي.

د کندوز ولايتي شورا مرستيال توريال کاکړ له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال د کندوز امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ وباله او ګواښ يې وکړ، چې که چېرې دغه وضعيت ته پام ونه شي، نو حالت به ډېر خراب شي او خلک به له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.

ورته مهال د يادې شورا بل غړي امرالدين ولي پژواک ته وويل، اوسمهال له کابل، تخار او شېرخان بندر سره د دغه ولايت نښلوونکې لارې تړلې دي.

هغه زياته کړه: "په دغو لويو لارو کې وسله وال مخالفين فعاليت کوي او سوداګر نه شي کولى له يادې لارې خپل مالونه له يوه ځاى بل ځاى ته ولېږدوي."

د کندوز د ولايتي شورا ياد غړي حکومت د کندوز د امنيت په ټينګښت کې ناکامه وباله او ګواښ يې وکړ، چې د اوسني وضعيت دوام به خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي او د کندوز خلک به نورو سيمو ته په کډه کولو اړ شي.

ولي زياته کړه، اوسمهال د کندوز د چرخ اب سيمه د طالبانو په ولکه کې ده او له تېرو څلورو ورځو راهيسې تر اوسه پورې امنيتي ځواکونه ياده سيمه بېرته نه ده نيولې.

د هغه په وينا: "چرخ اب د ولايت مقام ته تر ټولو نږدې سيمه ده، که چېرې د وسله والو مخالفينو له شتون پاکه نه شي، نو له يادې سيمې څخه د ولايت پر مقام د وسله والو مخالفينو بريد امکان شته."

خو کندوز کې د ضربتي لوا قوماندان خيال نبي احمدزى وايي، د خلکو په کورونو کې د وسله والو مخالفينو ځاى پر ځاى کېدو له امله پيل کړل شوي عمليات ټکني روان دي، خو خلک بايد ډاډ ولري چې کندوز ښار ته ټولې نږدې سيمې به د مخالفينو له شتون پاکې شي.

هغه زياته کړه، اوسمهال نوي امنيتي ځواکونه له ټانکونو سره يو ځاى کندوز ته راغلي او د عملياتو د پيل لپاره د لوړ پوړو چارواکو لارښوونې ته په تمه دي.

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال قسيم جنګل باغ وويل، نن سهار قلعه زال ولسوالۍ کې له سختې نښتې وروسته امنيتي ځواکونو له يادې ولسوالۍ تکتيکي شاتګ کړى او له يوه وخت وروسته يې دغه ولسوالۍ بېرته له وسله والو نيولې، چې د يادې نښتې په پايله کې ٢٠ طالبان ټپيان او وژل شوي دي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، قلعه زال ولسوالۍ ټوله د طالبانو په لاس کې ده، چې نن سهار د نښتې پر مهال يو شمېر امنيتي ځواکونه وژل شوي او د هغوى څو ټانکونه هم له منځه تللي دي.

دغه راز د ٢٠٩ شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د امنيتي ځواکونو د ګډو عملياتو په ترڅ کې په څو ولسواليو کې ٦٧ وسله وال مخالفين وژل شوي او ٥٦ نور ټپيان دي.

login or register a new account.

Related Topics