خوست ښار (پژواک، ۳ غویی ۹۵) : په خوست ښار کې د یوې چاودنې له امله د یوه افسر په ګډون دوه پولیس ټپیان شوي دي.
د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت دغویي په ۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا چاودنه نن تر ماښام وروسته په شاوخوا اوه نیمو بجو د خوست ښار دویمه حوزه کې د میخانیکي لیسې ترڅنګ شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې چاودیدونکي توکي په یو موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو او کله چې پولیس ورنږدې شوي، نو د ریموټ کنټرول په وسیله ورته چاودنه ورکړل شوې، چې له امله یو یو صاحب منصب او یو پولیس ټپي شوي.
غیرت د ټپیانو روغتیایي حالت دډاډ وړ وباله.
login or register a new account.