ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې د يوه سړک او پول جوړولو چارې پيل شوې

په خوست کې د يوه سړک او پول جوړولو چارې پيل شوې

author avatar
23 Apr 2016 - 15:12
په خوست کې د يوه سړک او پول جوړولو چارې پيل شوې
author avatar
23 Apr 2016 - 15:12

خوست (پژواک، ٤ غويى ٩٥): په خوست کې د درې نيم ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د يوه سړک او پول د جوړولو چارې پيل شوې.

ياد سړک او پول چې مالي لګښت يې د امريکا نړيواله پرمختيايي اداره (USAID) پر غاړه لري، د غويي په ۴مه د خوست والي او يو شمېر نورو حکومتي چارواکو له خوا يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

والي حکم خان حبيبي د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال وويل چې د ياد سړک او پول په جوړېدو سره به خوست ښار د غلام خان له ترانزيټي لارې سره ونښلول شي او چارې به يې د يو کال په موده کې بشپړې شي.

هغه دا هم وويل چې د ياد سړک او پول په جوړېدو سره به د خلکو ډېرې ستونزې حل شي.

هغه زياتوي: ((ياد سړک اووه کيلومتره اوږدوالی لري چې په اساسي ډول رغول کېږي او د دغه سړک په مسير کې د ۱۲۰ مترو په اوږدوالي سره د شمل پرخوړ باندې يو پول هم موقعيت لري چې هغه به هم له سړک سره يو ځای جوړ شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.