Language

هلمند کې سلګونو سرتېرو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

لښکرګاه (پژواک،۵غویی۹۵): په هلمند کې له ۲۱۵ میوند قول اردو څخه سلګونه سرتېري تر لومړنیو مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول او په دندو ګومارل کېږي.

د دې سرتېرو په فراغت غونډه کې د هلمند والي حیات الله حیات وویل، د سرتېرو په پرله پسې ډول روزل کېدل دوامداره امنیت او د خلکو رضایت ته زمینه برابروي.

ده زياته کړه، که څه هم د سرتېرو روزل او ډېرښت د دښمن د وژلو لپاره نه ترسره کېږي، دولت سوله غواړي، خو که چېرې جګړه دوام کوي، مخالفین سولې ته غاړه نه ږدي، بیا به همدا سرتېري له سیمو او خلکو ساتنه کوي.

نوموړي نويو فارغ شویو سرتېرو ته ډاډ ورکړ، چې حقوق به يې په خپل وخت ورکول کېږي، وسلې، مهمات به ورته رسول کېږي او د جګړې په کرښو کې به يې پوښتنه کېږي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان تورنجنرال محمد معین فقیر يادو شويو سرتېرو ته سپارښتنه وکړه، چې د عملیاتو او تلاشیو پرمهال له خلکو سره سم چلند وکړي، قانون پلى کړي او له زده کړل شویو مهارتونو څخه سمه ګټه پورته کړي.

د همدې قول اردو د روزنیز مرکز مشر ډګروال شاه ولي ځاځي وویل، د فارغ شویو شمېر ۶۷۲ تنه دى، چې يو کنډک دى؛ دوى په تېرو اتو اونیو کې روزل شوي او تر فراغت وروسته به ټاکل شويو سیمو ته ولېږل شي.

ده زياته کړه، دغه سرتېري د کومانډويي ځواکونو په چوکاټ کې روزل شوي، په عادي او شپنيو عملیاتو کولو پوهېږي، عصري او پرمختللې وسلې هم ورکول کېږي.

په ۲۱۵ میوند قول اردو کې د ایتلافي ځواکونو قوماندان جنرال انډريو (Andrew Rohling) وویل، په وروستیو دورو کې روزل شوي سرتېري کولی شي په ښه ډول عملیات وکړي.

د ده په وینا، دوی د افغان ځواکونو له روزنې سربېره د تجهیز په برخه کې مرستو ته تر هغو دوام ورکوي، ترڅو چې اړتیاوې يې پوره او په سیمه کې امنیت ټینګ شي.

د یادلو ده چې له تېرو درېیو میاشتو راهيسې دا درېیم کنډک دى، چې په دې قول اردو کې روزل کېږي او په بېلا بېلو سیمو کې په دندو ګومارل کېږي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.