منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 9:02 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونه

نیمروز کې له پاکستانه راقاچاق‌کېدونکي نږدې درې ټنه درمل او خوراکي توکي نیول شوي

نیمروز کې ګمرکي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې یې له پاکستانه راقاچاق‌کېدونکي نږدې درې ټنه درمل او خوراکي توکي کشف او ضبط کړي دي.

· 1 دقیقه لوستل · 233 کتنې · تازه شوی

زرنج (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۵): نیمروز کې ګمرکي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې یې له پاکستانه راقاچاق‌کېدونکي نږدې درې ټنه درمل او خوراکي توکي کشف او ضبط کړي دي.

د نیمروز د فرعي ګمرکونو مسوول مولوي عبدالغفار محمود وایي، په نیول شوو توکو کې درمل او خوراکي مواد لکه تقویتي شربتونه، سېرومونه، د درد ضد ګولۍ، وریجې، اوړه او نور شامل دي چې ټول وزن یې دوه ټنه او ۷۸۵ کیلوګرامو ته رسېږي.

د نوموړي په خبره، دغه توکي په درېیو موټرو کې ځای پر ځای شوي وو او په قاچاقي ډول له پاکستانه نیمروز ولایت ته راانتقالېدل چې د نیمروز د چهاربرجک ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او ضبط شول.

محمود زیاتوي، د دغو توکو په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو قاچاقي توکي او موټر اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.